دپښتونخوا ابادي زیاته شوې خو ایا د وسیلو ویش کې به یې هم برخه زیاته کړل شي؟

د پاکستان دوزيراعظم شهباز شريف په خواست دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي د صوبو او مرکز ترمينځ د وسېلو د ويش دپاره نوی مالياتي کمېشن ټاکلی دی .

خېبر پښتونخوا کې حکومت مخالفه سياسې ګوندونه وايي صوبه کې دقبایلي سیمو له ورګډيدو وروسته دصوبې ابادي زياته شوي ده او اوس په اين ايف سي ايوارډ کې د خيبر پښتونخوا برخه سېوا جوړيږي ځکه بايد اوس د وسیلو ويش دپاره مالياتي کميشن د نوې فارمولي په رڼا کې رامنځته شي.

څيړونکي وايي د تحريک انصاف په خيبر پښتونخوا کې د حکومت قابو لس کاله پوره کیدونکي دي او په مرکز کې یې هم درې نیم کاله حکومت وکړو خو ددې باوجود دصوبې استازیتوب او جايزه مالي برخه اخستو کې ناکامه پاتې شوی دی۔

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د قامي وسيلو د ويش دپاره د کونسل منظوري ورکړې ده چې پکې د خيبر پښتونخوا استازيتوب د صوبې اعلا وزير محمود خان ، د خزاني وزير تيمور سليم جهګړا او مرکزي وزير اسد محمود کوي۔

په خيبر پښتونخوا کې سياسې ګوندونه وايي چې خيبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په اين ايف سي ايوارډ کې د صوبي نمايندګۍ کولو کې ناکامه شوی دی او دصوبي کېس یې په غوره توګه مخ په وړاندې نه دی وړی .

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارليماني ليډر سردار حسین بابک وايي چې د تيرې يوې لسيزي راهسې د غوښتنو باوجود صوبایي حکومت په مرکزي کې د واک لرلو باوجود هم ونکړی شول چې د صوبي د حق دپاره غږ پورته کړي او په قامي وسيلو کې خپله ایيني برخه صوبي ته راوړي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي‘‘دري نيم کاله عمران خان په مرکز کې حکومت وکړو خو په اين ايف سي ايوارډ به تاسو د هغه د خولي نه يوه خبره نه وي اوريدلي ، هم دغه ډول د دوي په دي صوبه کې لس کاله د حکومت پوره کيږي خو دوي به کله د مرکزي حکومت نه دا مطالبه نه وي کړي چې اين ايف سي ايوارډ جاري کړئ‘‘

څيړني وايي په کال2010م کې د اتلسم اییني ترميم په اساس د مرکزي حکومت په مرسته د اين ايف سي اووم ايوارډ منظور شوی ؤ چې پکې د صوبو برخه 57.5 فيصدي او د مرکز برخه 42.5 فيصدي ټاکل شوي وه۔

پاکستان کې د قامي وسيلو ويش د ابادي غربت او بنيادي اډاني په بنياد کيږي۔

په کال 2017م کې په دوؤ پړاؤنو کې دترسره شوې سرشمیرنې دنتیجو تر مخه د پاکستان ابادي 20 کروړ،87 لکه اؤ 74 زره ته رسيدلې چې پکې د خيبر پښتونخوا ابادي درې کروړ اؤ 52 لکه، د هغې وخت د قبایلي سيمو ابادي 52 لکه او بلوچستان ابادي یو کروړ،23 لکه اؤ 34 زره نفوس ښودل شوې ده.

څيړونکی او خبريال لحاظ علي وايي چې د ابادۍ د زياتوالي سره راتلونکي مالياتي ايوارډ کې د خيبر پښتونخوا برخه زياته جوړيږي او په راتلونکي کې به کتلی شي چې صوبي ته څومره برخه ورکړی کیږي۔

"په دي وخت کې ابادې د خيبر پښتونخوا ډيره شوې ده د قبايلي سيمو د انضمام سره ،او دي دوران کې نوې سرشميرنه هم شوې ده نو تمه دغه ده چې د خيبر پښتونخوا برخه سيوا شي‘‘

د هيواد داساسي قانون ترمخي هر پنځه کاله وروسته به د قامي وسيلو د ويش ايوارډ وړاندي کولي شي خو د کال دوه زره لسم راهسي دا ايوارډ نه دې وړاندې کړی شوی،

خيبر پښتونخوا صوبې ته په مالياتي ايوارډ کې د ترهګرۍ په مد کې يو فيصدي برخه بيله ترلاسه کيږي چې نژدې اووه پنځوس اربه روپۍ جوړيږي۔

د تحريک انصاف تیر مرکزي حکومت دعوه کوله چې د کال 2010م د اين ايف سي فارمولي لاندې یې صوبو ته34 کهربه روپۍ اعلان کړې وي چې د پنجاب صوبى لپاره پکې د 12کهربه 190 اربه، دسندهـ لپاره د8 کهربه48 اربه ،دبلوچستان لپاره د3 کهربه 13 اربه او د خيبر پښتونخوا دپاره د5 کهربه اؤ 159 اربه روپو ورکولو پريکړه شوې ده.