سږ کال خېبرپښتونخوا د غنمو د کمي سره مخ کېدی شي

د پېداوار د کمي علتونه بارانونه، ږلۍ، د فصل ناروغۍ او خراب تخمونه ښودل کېږي

د خېبرپښتونخوا کرونده ګر وايي روان کال د غنمو پېداوار کم دی او په راتلونکي وخت کې ځايي اوسېدونکي د غنمو د کمي سره مخ کېدی شي. د پېداوار د کمي علتونه بارانونه، ږلۍ، د فصل ناروغۍ او خراب تخمونه ښودل کېږي.

په دې اړه د کسان کونسل عمومي سېکتر لياقت خان يوسفزی وايي په نهري ځمکو د زياتو بارانونو له کبله فصلونو ته زيان رسېدلی، د دې ترڅنګ ناروغيو هم فصلونه زيانمند کړي او حکومت چې کوم هدف ټاکلی ؤ، روان کال هغه پوره کول ممکن نه ښکاري.

د ياد وړ ده چې د پاکستان د زراعتو مرکزي کمېټۍ روان کال د غنمو د پېداوار هدف ۲۷ اعشاريه صفر درې میلينه ټنه ايښودی دی. د دې کمېټۍ په وينا چې په ټول هېواد کې به په ۲۲ اعشاريه ۷۳ میلينه اېکړه ځمکه د غنمو فصل کرل کېږي خو دغه هدف هم نه دی ترلاسه شوی او د پاکستان د زراعتو د فورم وينا ده چې يواځې په ۲۱ میلينه اېکړه ځمکه باندې غنم کرل شوي دي.

د پاکستان د خوراک د څېړنې قامي ادارې ويلي سږ کال د زياتو بارانونو او فصلي ناروغيو له کبله د غنمو پېداوار اغېزمن کېدلی شي.

څېړنې وايي چې په خېبرپښتونخوا کې له وړاندې د غنمو پېداوار د صوبې ضرورتونه نه پوره کوي او بيا د پنجاب صوبې له خوا خېبرپښتونخوا ته غنم ورکول کېږي.

کرونده ګر دا ويره هم څرګندوي چې روان کال صوبه د غنمو د کمي سره مخ کېدلی شي.

د انجمن کاشتکاران خېبرپښتونخوا صوبايي مشر نعمت شاه روغاني وايي روان کال کرونده ګرو د غنمو خراب تخمونه استعمال کړي چې له کبله يې په صوبه کې پېداوار کم شوی دی.

نوموړی وايي وړاندې به حکومت او د زراعت محکمې تصديق کړی تخم له بهر هېوادونو راغوښتلو او بيا به يې کرونده ګرو ته ورکولو خو روان کال د حکومت له خوا دغه تخم نه دی راغوښتل شوی نو ځکه خلکو د يو ځای بل ځای نه خراب تخمونه واخستل، هم دا وجه ده چې صوبه د غنمو د لوی کمي سره د مخ کېدلو امکان پېدا شوی.

د ياد وړ ده چې په نړيواله کچه پاکستان په هغه ۱۰ هېوادونو کې شامل دی چرته چې زيات غنم پېدا کېږي خو په ملک کې د غنمو يا اوړو نرخونه اکثر بدل وي.

پاکستان ته هر کال شاوخوا ۲۵ميلونه ټنه غنم پکار دي او تېر کال هم د بارانونو له امله د غنمو پېداوار دوه نيم فيصده راکم شوی ؤ او روان کال د حکومت له خوا د غنمو د يو من بيعه ۱۷۵۰ روپۍ ټاکل شوې ده خو په خېبرپښتونخوا کې دا بيعه د ۲۰۰۰ نه تر ۲۴۰۰ روپو پورې ليدل کېږي.