خیبرپښتونخوا: د کرونا وبا په نوې چپه کې هغه خلک ښکار شوي چې ویکسین یې ندی لګولی

د خېبرپښتونخوا صحت محکمې چارواکي وايي د پښتونخوا په غټو روغتونونو کې زياتره هغه ناروغان پراته دي کومو چې د کرونا ضد ويکسين یې نه دی لګولی. چارواکي زیاتوي چې د پېښور په څلورو لویو هسپتالونو کې چې د کرونا په مرض ککړ کسان بستري شوي، نو په هغو کې ٪۹۵ یې تر دې وخت پورې د کرونا ضد وېکسین ندي لګولي.

چارواکي وایي په نشترآباد، لیډي ریډینګ، حیات آباد مېډيکل کمپلکس او خیبر تدریسي روغتون کې، له درې سوه اتیاوو نه زیات د کرونا په مرض اخته کسان داخل دي او په شمار څو کسانو یې د کرونا ضد ویکسین لګولی دی.

بلخوا ډاکټران وايي يو ځل بيا په روغتونونو کې د کرونا د ناروغانو په شمېره کې اضافه روانه ده او په څلورمه چپه هره ورځ ګڼ شمېر تنان اغېزمن کوي.

د خیبرپښتونخوا د صحت څانګې مشر او د کرونا وبا په اړه ټاکلی شوی ویاند ډاکټر اکرام الله خان وي او اې ډیوه ته وویل، خلک باید اوس وېکسین ولګوي او دغې وبا نه ځانونه خوندي کړي. د صحت د چارواکو وینا ده، هغه ناروغان چې په کرونا رنځ اخته شوي او داخل شوي، نو په دې کې د هغو مريضانو حالت ډېر خراب دې کومو چې ويکسين نه دی لګولی.

ډاکټر اکرام الله وايي، کومو کسانو چې د کرونا وېکسین اخیستی دی او سره د دې هم مریضان شوي دي، د دوی د مرض علامات انتهایي کمزوي دي. داسې ندي چې دوی دې وېنټلېټر ته پراته وي او یا د بېړني تحفظ یونېټ کې بستري اوسي. خو هغه کسان چې وېکسینونه یې ندي لګولي او په کرونا رنځ اخته شوي، د هغوی د مرض علامات شدید دي او په هسپتالونو کې وېنټلیټرو ته پراته وي.

د خیبرپښتونخوا د صحت محکمې مشر ډاکټر اکرام الله خان دا هم وویل چې یادې محکمې په خیبرپښتونخوا صوبه کې هره ورځ یو نیم لاکهو کسانو ته د کرونا وېکسین لګولو هدف اېښودلی دی.

ډاکټر اکرام الله وي او اې ډیوه ته دا خبره ومنله چې ملک کې د کرونا څلورمې چپې له امله یو ځل بیا د پېښور، چترال، اېبټ آباد، چارسده، مردان او کرک غوندې سیمو کې د کرونا مرض تازه کېسونه بیا زیات شوي دي.

صحت چارواکي دا هم وایي چې نن سبا د کرونا مرض له امله د خیبرپښتونخوا هسپتالونو کې چې کوم مریضان داخل شوي دي، په هغو کې د ۱۰۶ حالت ډېر خراب دی او ۸۳ کسانو پورې په وېنټلېټر پراته دي.

بل خوا د خیبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې غړی ډاکټر مدثر اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل چې د کرونا وبا څلورمه چپه په تېزۍ سره خوریږي، خو اوس هم خلک احتیاط نه کوي.

ډاکټر اپریدي زیاته کړه: "مختلف قسمه افواه گاني دي، چې ددې نه راوتل په کار دي، خلکو ته وېکسین لګول په کار دي".

د خیبرپښتونخوا حکومت شمېرې ښیي چې په ټوله صوبه کې د کرونا د کېسونو شرحه ۶.۵ فیصدو ته رسېدلې او چترال، کرک، ډي آی خان، او ځینو نورو سیمو کې دا شرحه شل فیصدو ته هم لوړه شوې ده.