دمنحرفو غړو له ووټونو پرته لاهور هایکورټ دپنجاب د وزیراعلا ټاکنې لپاره بیا د رایو شمیرلو امر کړی

د وزیراعلا په توګه دحمزه شهباز دټاکل کیدو پرضد پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ مسلم لیګ(ق) پخپلو خواستونو کې دعدالت نه غوښتنه کړې ده چې باید دحمزه شهباز ټاکنه ناچله یا کالعدم وګرځوي

لاهور هايکوټ د پنجاب صوبې داعلا وزير حمزه شهباز د منتخب کيدو دعمل په ضد د مخالفو ګوندونو خواستونه منظور کړي او د اعلا وزير لخوا داخستل شوؤ ووټونو نه دمنحرفو یا اوښتو غړو له ووټونو ویستل کیدو وروسته یې بيا دهغه د ووټونو شمیرې لپاره سبا له د اسمبلى دغونډې رابللو حکم کړى دى.

په سر دوباره ووټونو کې چې دچا رایې زیاتې وختلې هغه به دپنجاب وزیراعلا وي خو حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف اعلان کړی چې دهایکورټ ددې پرېکړې په ضد به سپریم کورټ ته ځي.

دلاهور هایکورټ دا پرېکړه د زیارت په ورځ‌ په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې وړاندې نه مرکز کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند سختو ننګونو یا چیلنجونو سره مخ دى او ټاکل شوې چې حکومتي اتحاد کې دشاملو ګوندونو ترمنځ داختلافاتو ختمولو لپاره د وزير اعظم شهباز شريف په مشرى نن مهمه غونډه کیږي.

د وزیراعلا په توګه دحمزه شهباز دټاکل کیدو پرضد پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ مسلم لیګ(ق) پخپلو خواستونو کې دعدالت نه غوښتنه کړې ده چې باید دحمزه شهباز ټاکنه ناچله یا کالعدم وګرځوي.

دلاهور هايکوټ دجسټس صداقت عباسي په مشرۍ پينځ کسيزه بينچ د مخالفه تحرپک انصاف ګوند او مسلم ليګ ق په خواستونو د پنجاب صوبې د اعلا وزير د انتخاب لپاره د اچول شوؤ ووټونو دبيا شميرى حکم جاري کړى دى او عدالت په دې اړه د پنجاب ګورنر ته سبا ماښام د اسمبلۍ دغونډه رابللو امر هم کړی دى.

لاهور کې ميډيا سره دخبرو په وخت په دغه قضييه کې دتحريک انصاف وکيل او د سينيټ غړي بيرسټر علي ظفر دعوه کړې چې دعدالتي فيصلې سره حمزه شهباز اوس د صوبې اعلا وزير نه دى پاتى شوی او اوس به د نوي اعلا وزير انتخاب کپږي چې پکى به د علي ظفر په خبره د دوي کانديد پرويز الهي بريالى کيږي.

خو مسلم ليګ نواز ګوند دعوه کوي چې حمزه شهباز اوس هم د پنجاب اعلى وزير دى او دا چې د سپرپم کوټ د فيصلى له امله د پې ټي ایي د پينځويشت غړو د څوکیو نه دمحرومه کيدو باجود اوس هم حمزه شهباز ته د اکثريتي غړو حمايت تر لاسه دى.

عدالتي فيصلې ته غبرګون کې د مسلم ليګ نواز ګوند د صوبايي اسمبلى غړى فوزيه بخاري ويلي دوي ته ١٧٧ او مخالف تحريک انصاف ګوند ته ١٦٨ غړو ملاتړ ترلاسه دى.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اسلام اباد کې یو سیمینار ته دوینا په مهال دلاهور هایکورټ دپرېکړې پرضد سپریم کورټ ته دتګ اعلان کړی دی.

دتحریک انصاف ګوند یو بل مرکزي مشر فواد چوهدري هم دعدالت په دې پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي چې دعدالت فیصله کې یو شمیر خامۍ موجودې اؤ پي ټي ایي په دې اړه دخپلې قانوني کمیټۍ غونډه رابللې ده .

هغه ویلي ګوند به یې دهایکورټ ددې پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته ځي

دپاکستان دانتخاباتو دکمیشن پخواني سيکتر او څيړونکي کنور دلشاد وي او ای ډيوه ته ویلي هسې خو د پنجاب صوبې د اعلا وزير جوړیدو لپاره ١٨٦ ووټونه اخستل پکار وي خو اوسنيو حالاتو کې چې کوم کانديد اسمبلۍ کې دموجودو غړو زيات ووټونه واخستل نو هغه به نوى اعلا وزير منتخب شي.

دتير اپريل په میاشت کې کې حمزه شهباز د١٩٧ ووټونو په اخستو سره په دروند اکثريت د صوبى اعلا وزير منتخب شوى و او د پي ټي ایي ٢٥ غړو هم دخپل کانديد پرويز الهي پځائ حمزه شهباز ته ووټونه ورکړي وؤ خو وروسته سپريم دپي ټي ایي ددغو ۲۵ؤ غړو دګوښه کولو امر کړی ؤ اؤ الیکشن کمیشن هغوئ نه داسمبلۍ غړیتوب بیرته اخستی ؤ.