نړیوالې ټولنې غوښتلي بېروت د چاودنې دې پلټنې وشي 

د دغې چاودنې وروسته په لبنان کې راپوته شویو درنو مظاهرو له امله د لبنان وزيراعظم حسن دياب سره د خپل حکومت مستعفي شو ی دی

د ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون يو شمېر هېوادونو غوښتنه کړې چې په بېروت کې د خونړۍ چاؤدنو دې بې طرفه او رڼې پلټنې وشي.

د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري اېنتونيو ګوټرېس ويلي د دغې پېښې‌ بې پلوه پلټنې او د لبنان د اولس غږ اورېدل ډېر ضروري دي.

تېره اوونۍ په بېروت کې په شوې زوروره چاؤدنه کې د ۱۶۰ نه زیات کسان مړه شوي او د 6000 نه زيات ژوبل شوي. راپورونه وايي دغه چاودنه د بېروت په بندر کې په يو ګودام کې د اېمونيم نائټرېټ د دوه زره ټنه ذخيره کې شوې.

د دغې چاودنې وروسته په لبنان کې راپوته شویو درنو مظاهرو له امله د لبنان وزيراعظم حسن دياب سره د خپل حکومت مستعفي شو ی دی.
نوموړي خپله استعفی په صدارتي ماڼۍ کېصدر مېچل اوون ته ورکړې او هغه منظوره کړې ده.

د لبنان وزیراعظم ويلي د اولس سره ودريږي چې د بدلون دپاره په مبارزه کې شامل شي. نوموړي ملک ته ورپېښې مسلې د هغه سياسي مشرانو په غاړه اچولي دي چاچې د ده په وېنا له تېرو دېرشو کلونو رهسې لبنان خوړلی دی.

نوموړي د جنورۍ په مياشت کې د يوسياسي اړي ګړي‌ وروسته حکومت جوړ کړی و.

وزيراعظم حسن دياب په لبنان کې د نوؤ انتخاباتو په اړه څه نه دي ویلي خو ترڅو چې نور انتخابات نه وي‌شوي‌تر هغې به د دياب حکومت يو مواقتي يا قايم مقام حکومت وي،

په چلي کې په شلګونو کسانو تېره اونۍ په بېروت کې په خونړۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو په ياد کې ماتمي دستوره وکړه، رپوټونه وايي يو شمېر د چلي لبنانيانو پايه تخت سېنټي اېګو کې د لبنان د سفارتخانې مخې ته په دغه پېښه کې د وژل شوو په ياد شمعې بلې کړې.

په چلي کې د لبناني وګړو د سازمان مشرې نسرین اېسبر مطبوعاتو ته ويلي،"هر څه که د کرونا د لاسه مونږه ډېره ګڼه نه شوو جوړولې خو په دغه پېښه کې د وژل شوي کسانو په ياد کې شمعې خو بلولې شو،"

په چلي کې د ۹۰ زره نه زيات خلک ځان په خټه لبنانيان ګڼي.

په نړيواله کچه د بېروت د چاودنو غندنې هم روانې دي او نړيوالو مشرانو د بېروت د بيا ودانۍ لپاره پېسې راټول هم پېل کړي.

د اتوار په ورځ‌ د فرانس صدر مېنول مېکران د ملګرو ملتونو د مشرانو تر څنګ د بېروت د پاره تابيه شوې يوې امدادي غونډه کې ګډون اوکړو، په دغه غونډه کې نړیوالو مشرانو د بېروت د بيا ودانۍ د پاره يي‌د ۳۰۰ ميلينو ډالرو ورکولو ژمنې اوکړې.

امريکې د دغې غونډې نه وړاندې د بېروت د بيا ودانۍ د پاره د ۱۷ ميلنه ډالرو اعلان کړی.

څيړونکي وايي د دغې خونړۍ چاودنې وروسته د بېروت بندر په بيا رغونه به په ارباؤ ډالرې لګي او وايي دغې چاودنو د لبنان ۲۵ ٪ اقتصاد برباد کړی دی.