جنوبي وزيرستان: ځايي خلکو او پي ټي اېم د پوځي عملياتو کېدو پرضد احتجاجي مظاهره کړې

د جمعې په ورځ رغزی سیمه کې خلکو او پي ټي ایم احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي د کوز جنوبي وزيرستان په بېرمل تحصیل رغزی، ماڼه او اعظم ورسک سیمو کې حالات يو ځل بيا ترينګلي شوي دي، په علاقه کې د نا اعلانه عملياتو راپورونه دي او د ځايي خلکو نه د خپلو کورونو د پرېښودو غوښتنه شوې ده

د کوز جنوبي وزیرستان د بېرمل تحصیل رغزي ماڼه او کارېز سیمو خلک وایي پوځ ورته ویلي چې په سيمه کې د وسله والو پرضد عمليات کيږي دوی دې کورونه پرېږدي. پوځ په دغه اړوند په رسمي ډول په خپله څه نه دي ویلي.

خو حکومتي سرچینې تاييدوي چې په دغو سیمو کې وسله وال پټې ځالې لري چې ځایي خلک د ډال په توګه کاروي او له دغه ځای څخه په علاقه کې په امنیتي عسکرو بریدونه ترسره کوي.

د سرچينې په وينا په دغه اړوند دوه ورځې وړاندې د علاقې پوځي مشرانو د قامي مشرانو سره جرګه کړې او هغوی ته د کورونو خالي کولو ویل شوي چې دغلته د وسله والو د تر ختمولو د عملیاتو ویل شوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

خو د عملياتو په اړوند نور تفصیل نه دی نه ويل شوی او نه په جنوبي وزیرستان کې د عملياتو کولو ويل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين په ټويټر ويلي،

"د جنوبي وزيرستان په رغزۍ علاقه کې پوځ عامو خلکو ته د کورونو څخه وتلو او علاقې خالي کولو حکم وکړو نو د پي ټي اېم د جنوبي وزيرستان زمه وار دغه علاقې ته ورغله او ولسي مذاحمت یې د احتجاج په شکل کې پېل کړی دی چې نور په ډالري جګړو کې چاته هم خپل کور تباه کولو ته نه ورکوو".

په جنوبي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په اړوند د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين ټويټ

رغزی د کوز جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه نزدې 20 کلومیټره لرې لوديځ پله هغه سیمه ده چې دغلته په دې ورستیو کې په پولیسو یو شمېر بریدونه شوي دي.

د جمعې په ورځ رغزی سیمه کې ځایي خلکو او پي ټي ایم احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي د کوز جنوبي وزيرستان په بېرمل تحصیل رغزی، ماڼه او اعظم ورسک سیمو کې حالات يو ځل بيا ترينګلي شوي دي، په علاقه کې د نا اعلانه عملياتو راپورونه دي او د ځايي خلکو نه د خپلو کورونو د پرېښودو غوښتنه شوې ده.

په دغه احتجاجي مظاهره کې د علاقې سیاسي او غیر سیاسي ډلو په سلګونو کسان برخه اخستې چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او ویلي دا خاوره نور جنګونه نشي زغملی.

په علاقه کې د پي ټی ایم فعال شهزاد وزیر احتجاجي غونډې ته ویلي دوه ورځې وړاندې د علاقې مشران د رغزی سیمې د پاکستان د پوځ افسر یا کمانډینټ غوښتي وو او د مشرانو سره په غونډه کې پوځي افسر دوی ته ويلي باید خپلې سيمې خالي کړي پوځ دغلته په سيمه کې د وسله والو پرضد دعملياتو اراده لري.

هغه ویلي په هیڅ صورت خپل کورونه چا ته نه خالي کووځکه د حنګ په دې پالیسي اوس ماشومان هم پوهه دي چې د اقتصاد او ګټو سرچینه ده.

هغه زیاته کړې د ډالری جنګونو د پاره خپل ولس او وطن چا ته بربادولو ته نه ورکوي او د احتجاجونو د لارې به یې مخه نیسي.

د پي ټي ایم یو بل فعال مولانه زینت الله ویلي ریاستي ادارې یو ځل بیا په وزیرستان کې د حالاتو د خرابولو په هڅو بوخت دي. او په دې ورستیو کې وسله وال فعالیتونه زیات شوي دي.

په سيمه کې د عملياتو په اړه وي او اې ډیوه د سیمې انتظامیې او د پولیس مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په سیمه کې يوې امنیتي سرچینې وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره د افغان وګړي کاروي چې هغوی ته ځایی مرسته هم ترلاسه ده. ويل شوي په دې ورستیو تیرو دریو میاشتو کې، د خېبر پښتونخوا په بېلابیلو ضلعو کې 50 افغان ترهګر وژل شوي دي.

په شریکو کړی شوو مالوماتو کې دعوه شوې چې د شمالي وزیرستان غلام خان، دته خیل، شوال، شیوا، سپین وام او د جنوبي وزیرستان اعظم ورسک، زرملن، انګور اډه، خان کوټ، سرکنډ او لدها سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د افغان ترهګرو د موجودیت استخباراتي مالومات تر لاسه کړي دي.

په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي د جنوبي وزیرستان زانګړه او شین ورسک سیمو کې عملیاتو پرمهال د افغان ترهګرو تر وژل کېدو وروسته پاکستاني ریاست د ترهګرو پرضد کلک ګامونه اخستو پرېکړه کړې چې پکې ځایی خلک په عارضي توګه بې کوره کېدل، په پراخه کڅه پوځي عملیات کول او اضافي امنیتي چوکیو جوړولو کار روان دی.

د پاکستان پوځ دوه ورځې وړاندې په جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عملياتو کولو ويلي چې د عملياتو په مهال ترهګرو سره نښته کې اته ترهګر او یو پوځي عسکر وژل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] هم منلې وه چې د کوز جنوبي وزیرستان په شین ورسک علاقه کې د پوځ په چاپه کې د دوي څلور غړي انس، سهیل، جان محمد او وسیم وژل شوي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال2009 م کې د راه نجات په نوم عمليات کړي او دغه سیمه یې له ترهګرو پاکه ګرځولې وه.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي چې زیاتره په قبايلو ضلعو کې ترسره شوي وو