کوز دیر: د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو درنه نښته شوې، دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

عکس پخوانی دی.

امنیتي سرچېنې وایي د خېبر پښتونخوا په کوز دیر کې د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده چې پکې دوه د ایف سي عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

خو په سوشل مېډیا بیا داسې ناتاییده دعوې هم مخې ته راغلي دي چې په دې نښتو کې څلور پاکستاني عسکر اؤ شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي، دا نښته د خالي- شنبې په ورځ د کوز دیر د میدان سیمې تر څنګ په سوري پاؤ سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمیر وسله والو دغلته د امنیتي ځواکونو په پوسته یو دروند وسله وال برید وکړو.

په سوشل میډیا بیا ځېنې داسې دعوې هم مخې ته راغلي دي چې د افغانستان له لوري ځینې وسله وال دیر ته را اوښتي اؤ په لعل قلعه سیمه کې یې په ملیشه عسکرو برید کړی اؤ هغوي ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې چې تر هغې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو په ضد درانه عملیات پیل کړي دي.

سرچینې وایي د عملیاتو په مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ درنه نښته شوې چې د روشن خان اؤ مبارک جان په نومونو پکې د ایف سي دوه عسکر وژل شوي اؤ د حوالدار شهاب په کډون پکې ګڼ شمیر د ایف سي اؤ پولیسو عسکر ژوبل شوي دي.

سرچینې وي او ای ډیوه وویل اوس هم په سیمه کې درنه نښته روانه ده اؤ امنیتي ځواکونه د تندلارو ځالې د هیلي کاپټرو نه په نخښه کوي اؤ هم پرې د مارټرو ګولۍ داغي.

د دغه نښتې د نورو جذیاتو معلومولو په خاطر وي او ای ډیوه د کوز دیر د پولیسو مشر یا ډي پي او سره د ټیلي فون د لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دا هڅه کامیابه نه شوه.

د پاکستان پوځ اؤ د خېبر پښتونخوا پولیسو لا ددې نښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو د پاکستان ایکسپریس ټي وي د امنیتي چارواکو له خولې دعوه کړې ده چې په د دوؤ امنیتي عسکرو وژل کیدو تر څنګ په نښته کې یو شمیر ترهګر هم وژل شوي دي.