د طاهر داوړ په بې رحمۍ سره  وژنه به په زړونو کې تل پاتې وي: تورپیکۍ

د نوبل امن انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ مور تور پیکۍ ويلي دي د طاهر داوړ وژنې ډېره ژړولی ده. هغې وویل د طاهر داوړ په بې رحمۍ سره وژنه به په زړونو کې تل پاتې وي.

تورپیکۍ د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل د طاهر داوړ وژنې سخته غمجنه کړېده. هغې وویل د طاهر داوړ د غم د خبره په ټيلي وژن خبر شوه:

"په ټيلي وژن خبر شوم چې هغه(طاهر داوړ) شهيد شوی دی"

​هغې وویل ماته د طاهر دواړ د کورنۍ د خلقو د تکليف او درد احساس ځکه ډېر دی چې دغه شان تکليف په ما هم تیر شوی دی. د تورپیکۍ په خیال چې کله هم د چا د مرگ واوري ډېره ژاړي.

هغې وویل د طاهر داوړ غم ځکه دردونکی وو چې هغه یې څو ورځې مخکې اغوا کړو، بیا یې په بې رحمۍ مړ کړو:
"دا ډیره سخته خبره وه" هغې وویل چې کله ملاله یوسفزۍ وویشتل شوه او په پېښور کې هسپتال ته ووړل شوه وه نو په لاره لاره یې سوچ کولو چې په هغې به څومره سخته تېره شوي وي؟ هغې به څومره چغې وهلي وي ؟

د تورپیکۍ په خیال دغه سوچ هغه د طاهر داوړ د کورنۍ په بابله هم کوي چې د هغه د اغوا په وخت به یې څه څه سوچونه نه وي کړي:

"هغه خو لاړو خو د هغه د کورنۍ به دا خبره چرته هم د زړه نه ونه ووځي"

تور پیکۍ وویل چې ډزو او حملو دومره ویره ولې ده چې د چا په لاس کې د ټوکانو تماچه وویني نو هم سترگې پټې کړي.

په فیس بک دیو اوریدونکي د تپوس په ځواب کې هغه وویل د پښتون ژغورنې غورځنگ او د ټول ځپل شوي اولس غوښتنې او مبارزه خپله گڼي:

"ملاله خو د هر یو پښتون سره ، په چا چې ظلم کیږي د هغو ټولو خلقو ملگری ده"

هغې وویل ملاله به دهر چا د پاره اواز پورته کوي:

"زه ویمه ملاله یواځې زما نه، د ټول قام لور ده"

د تورپیکۍ په خیال ملاله د پي ټي ایم هم خبره کوي او په هر چا چې ظلم کیږي د هغو پاره به اواز پورته کوي:

"د ملاله پلار کوي، زه کومه، زمونږ خو ډېره همدردي ده، مونږ ظلم نه شو برداشت کولی، مونږ سره چې څه شوي دي هم په دې وجه شوي دي چې مونږ حق خبره کوله"

د تورپیکۍ په ١۴ کلنه لور ملاله په کال ٢٠١٢ کې طالبانو ناتاره خونړۍ حمله کړې وه. هم دغه کال تورپیکۍ د خپل خاوند ضیاالدين یوسفزي او دوو ځامنو خوشحال او اتل سره د خپلې لور د درملنې په خاطر برتانیه ته سفر وکړو. او دا وخت هم دغلته ژوند کويي.

تورپیکۍ د خپل مهاجرت د ورځو په بابله وویل چې وطن ورته یادیږي د وطن کاڼي بوټي ورته یادیږي:

"ما به چې په شورو کې دلته (برتانیه) د وطن (پښتونخوا) د بوټو په شان بوټي ولیدل نو ورته به ودریدمه او خبرې به مې ورسره کولې"

هغې وویل: "هره شپه د وطن خوبونه وينم"

د ملاله یوسفزۍ د واده په حقله یو اوریدونکي تپوس وکړو چې که د ملاله رشته څوک وغواړي ته او پلار به یې ورته څه وایې؟ تورپیکۍ وویل :

"مونږ به څه ووایو، که د ملاله خوښ وو او ملاله پرې خوشحاله وه، نو په ملاله خو پابندي نشته دی"

هغې وویل خو تر وسه پورې د ملاله رشتې غوښتلو له څوک نه دي ورغلي:

"ملاله خاندي، کله کله ټوقې کوي، واي دا خلق خو زما رشته نه غواړي ما نه ویریږي که؟"​

د تورپیکۍ ترمخه ملاله اکثره په ټوقو کې وايي چې

"زما واده به زما د مور پلار په خوښه کیږي"

"ملاله خاندي، کله کله ټوقې کوي، واي دا خلق خو زما رشته نه غواړي ما نه ویریږي که؟"

تورپیکۍ په پښتو ژبه کې وس نظمونه هم ليکلي دي. هغې وویل چې پیغله وه نو هم یې شاعري کوله خو هغه یې یادوله یا لیکله نه. د هغې پلار، ورور، وراره او خاوند ضیاالدين یوسفزي هم په پښتو ژبه کې شاعري کوي.

تورپیکۍ وویل باید هره پښتنه پیغله تعليم وکړي

"تعليم رڼا ده، بې تعليمه ژوند تیاره ده په تیاره کې ژوند نه کیږي"

تورپیکۍ دا وخت نه یواځې د خپل خاوند او لور په عملي ژوند کې کمک کوي بلکې د خپلو بچو او کور خصمانه هم کوي، توپیکۍ وویل که خپله کیسه یې په کتاب کې وليکله نو د ملاله او ضیالدين کتابونه به شاته پاتې کړي.

تورپیکۍ د مهاجرت په ورځو کې نور څه وليدل، محسوس او زده کړل تاسو یې په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

رایاد چې مې وطن شي ځانله پټه پټه ژاړم