منظور پښتین: زموږ د ملت پر لوی اتل دومره سخت ګوزار شوی وو چې علاج یې ناممکن وو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، له کله راهیسې چې ګیله من وزیر ټپي شوی او په روغتون کې وو په پاکستان او بهر هېوادونو کې یې له ډاکټرانو سره رابطې وکړې او د امریکې د یو لوی روغتون ډاکټرانو هم هغه وکوت خو علاج یې کامیاب نه شو او نن شپه یې له ژورو ټپونو ساه ورکړه.

پښتین د پاکستان پر وخت د شپې یوه بجه د اسلام اباد د پمز روغتون مخې ته خپلو سلګونو پلویانو ته وینا وکړه او کله یې چې د ګیله من د مړینې اعلان کاوه ژبه یې ونښته. هغه وویل چې "په لکونو نور ځوانان به ګیله جوړیږي":

"که څه هم ډېر دروند ټکی دی چې زما له خولې نه یې وتل ډېر مشکل دي خو ګیله من پښتین زموږ په منځ کې نه شته" او د هغه له دې اعلان سره یې ملګرو په ژړا او چیغو پیل وکړ.

د منظور پښتین په وینا په اسلام اباد کې ډاکټرانو یوه ورځ مخکې لا جواب ورکړی وو چې نور د ګیله من علاج ناممکن دی، خو وایي‌ دوی د خپلې تسلۍ دپاره په نړیوالو او د پاکستان په ډاکټرانو د هغه معاینه وکړه:

"زموږ په خوږ ورور باندې او زموږ د وطن، د ملت په یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی وو چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی وو".

منظور پښتین وویل چې د جون پر 11مه سهار وختي له پوسټ مارټم وروسته به د ګیله من وزیر مړی د پېښور په لاره تر بنو او بیا تر وزیرستان پورې د ولسونو په بدرګه رسوي او بیا به یې د جمعې په ورځ د جون پر 12مه په خپله پلرنۍ سیمه کې خاورو ته سپاري:

"چې څومره ولسونه دي او څومره د تحریک ملګري دي په هر ځای کې ټول را ووځئ، خپل کلي ته به یې ډېر په درناوي او احترام رسوو".

د ګیله من وزیر اصل نوم حضرت نعیم وو او هغه د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د اسیدخېلو کلي اوسېدونکی وو. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی وو او نه یواځې یې د خپل تحریک په جلسو کې په خپلو ویناوو بلکې په خپله مزاحمتي شاعرۍ هم د خلکو په زړونو کې ځای موندلی وو.

منظور پښتین وویل ګیله من وزیر یې تر ټولو نیزدې او زړه ته ور تېر ملګری وو، وایي هغه یې ډېر "فرمانبردار" ملګری وو، چې د ده په وینا "یو عظیم ژوند یې تېر کړ، یو ننګیالی ژوند یې تېر کړ، په ټول تاریخ کې به د ده ارمانونه او د ده مبارزه موږ ورکېدلو ته ور نه کړو".

که څه هم په پاکستان او افغانستان کې نیمی شپه تېره ده خو د ګیله من وزیر د مړینې اعلان پر ټولنیزو رسنیو هم د اور د لمبې غوندې خپور شو او بې شمېره خلکو خپل پروفایلونه د ماتم په توګه تور کړي او یې د ګیله من عکسونه لګولي دي.

د پښتو نومیالۍ سندرغاړې نغمې شاپېرۍ یوه ویډیو خپره کړې او په هغه کې یې اعلان کړی چې د ګیله من وزیر د کورنۍ لپاره یې د مرستو را ټولولو کار پیل کړی دی چې تر اوسه پورې خلکو تر لس زره ډالر زیاته مرسته کړې ده.