ګيله من په داسې حالت کې دی چې ډېرو دعاګانو ته ضرورت لري: منظور پشتين

ګیله من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي، د پي ټي اېم د مرکزي کونسل غړي ګيله من د اسلام اباد په پمز روغتون کې په داسې حالت کې دی چې ډېرو دعاګانو ته ضرورت لري.

پشتين ویلي، د پي ټي اېم فعال غړي او د پښتو شاعر ګيله من وزیر باندې تېر ماښام په اسلام اباد کې بريد شوی، لس، پينځلس کسان راغلي او په هغه یې بريد کړی دی.

هغه زياته کړې، د اسلام اباد پوليسو نه غوښتنه کوي چې په ګيله من وزير باندې بريد کوونکي ونيسي.
پشتين په اېکس يو پوسټ کې دعوه کړې، "ګیلامن وزیر باندې نن آزاد داوړ نومې کس سره د ګڼ شمېر ملګرو حمله کړې ده او ګیلامن بیخی سخت ټپي شوی دی".

د اسلام اباد پولیسو په ګيله من د بريد په اړه څه نه دي ویلي. خو خبریال افتخار فردوس په ګيله من د بريد په اړه په اېکس يو پوسټ کې ويلي،

"د پوليسو او فرانزک ترمخه، يو ډز هم نه دی شوی بلکې په ډنډو وهل شوی دی. ازاد داوړ د ځمکو کاروبار کوي او ښکاري ګيله من د هغه دفتر ته ورغلی او د هغه عملې ته یې ګواښونه کړي او د هغې وروسته جګړه شوې ده، وروسته هغه پمز روغتون ته وړل شوی د خطرې نه بهر دی او د اسلام اباد پوليس د ازاد داوړ لټون کوي".

د پي ټي اېم يو فعال وي او اې ډيوه ته وويل، ازاد داوړ د شمالي وزيرستان دی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قبايلي سيمو عهده دار دی.

د اختر په ورځو کې په وزیرستان کې د کرکټ يوه لوبه وه، هلته ګيله من او ازاد داوړ خبرې اړولې او جګړه یې شوې وه خو وروسته ګيله من ويلي وو چې ازاد داوړ ورته ټيليفون کړی او دغه لانجه ختمه شوې وه. هغه وويل، پرون بيا په ګيله من ازاد داوړ او د هغه کسانو حمله کړې او سخت یې ژوبل کړی دی.

د ازاد داوړ لخوا د پېښې په اړه تراوسه پورې کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

ګيله من د تېر کال جولايۍ په میاشت کې د پېښور هوايي اډې څخه نيول شوی، او سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په ضمانت خوشی شوی وو.