منظور پشتین: د حق خبره به کوو، تورونه مو نشي ویرولی

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ویلي د دوی د تحریک خلاف چې کوم تورونه لگول کیږي دا یې د حق دپاره غږ پورته کولو نه نشي پشا کولی.

د اتوار، یکشبنې، په ورځ د وي او ای ډیوه خبریال رحمان بونیري سره مرکه کې د ښاغلي پشتین نه پوښتنه وشوه چې په سوشل میډیا ځینې خلک په هغه او په پي ټي ایم دا تورونه لگوي چې گني د افغانستان او یا د هندوستان د استخباراتي ادارو دپاره کار کوي، هغه دغه تورونه رد کړل او ویې چې د دوی د غوښتنو سره سم ځینې چېک پوسټونه لرې کړی شوي دي او ٢٥٠ پورې بې درکه کسان خپلو کورونو ته راغلې دي آیا دا هم د بهرنیو استخباراتي ادارو په وینا شوي؟

ښاغلي پشتین وویل د تورونو پروا نه کوي او د حق دپاره به خپل غږ پورته کوي.

ښاغلي پشتون زیاته کړه چې ریاست اوس هم د هغه خلکو پخ شا ولاړ دی چې د "وینو" په کاروبار کې ککړ دي او نه غواړي چې راڅر گند شي او یا انصاف ته مخامخ شي.

مرکه په لانديني لینک اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

منظور پشتین وايي د تورونو پرواه نه کوي. د رحمان بونیري سره مرکه