د امریکا په واشنګټن ډي سي او نورو لویو ښارونو کې د شاګردانو لاریون

Student Gun Protests

نن د امریکا سرښار واشنګټن ډي سي په شمول په نورو لویو ښارونو کې په زرګونو خلک د خپل ژوند د تحفظ په نوم یو لاریون کې برخه اخلي.

د دغه لاریون انتظام د فلوریډا پارکلینډ مارجري سټونمین ډګلس هاي سکول شاګردانو کړی چرته چې د فرورۍ په ۱۴مه نېټه یو وسله وال هلک د سکول ۱۷ طالب علمان وژلي وو.

د لاریون منتظمین د خپلو سیاسي مشرانو نه غوښتنه کوي چې د ماشومانو ژوند د ملک په ترجیحاتو کې شامل کړي او په سکولونو کې په غټه کچه د وژنو مخه نیولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د امریکا ۵۰ ریاستونو او په ګرده نړۍ کې نن ورځ د ۸۰۰ نه سېواو لاریونونو انتظام شوی.

په اسټریلیا کې ژوند کونکې امریکايي جینيفرسمت نن په سډني ښار کې د دغه احتجاج مشري کړې او وايي: ٫٫ کله چې زه په اسټریلیا کې خپل ماشومان سکول ته لیږم نو زما سره دا ویره نه وي چې په سکول کې به ډزې اوشي، خو وس هم په امریکا کې زمونږ ملګري او خپل خپلوان دغه ویرې لري.٬٬

جینفر زیاتوي غواړم هیڅ څوک دې د خپل ژوند په اړه ویره ونلري که هغه زده کونکي وي او که د موسیقۍ په یو پروګرام کې ګډون کونکي.

د امریکایانو ګڼ اکثریت نه غواړي خپل ټوپک د لاسه ورکړي او یا دې په ګڼه ګوڼه کې د ناتاره ډزو د خونړۍ پیښو له سببه دغه قانون کې بدلون راولي.

د څیړنیزې ادارې ایسوسي اېټډ پریس سنټر فار پبلک افیرز یوه تازه نظر پوښتنه ښايي امریکایان اوس په دغه قانون کې بدلون ته تیار دي.

دغه رپورټ وايي ۶۹ فیصدي امریکایان د وسلو قانون نور سختولو په حق کی دي، په اکتوبر ٢٠١٦م کې دغه شمیره ۶۱ سلنه یا فیصدي وه او په اکتوبر ٢٠١٣م کې ٥٥ سلنه وه.

نظر پوښتنه ښایي په عمومی توګه ۹۰ فیصده ډیموکريټان، ۵۰ فیصده رپبلکن او ٥۴ فیصده د ټوپک ساتونکي غواړي د وسلو اخستلو یا ساتلو لپارهدې قانون نور سخت کړی شي.

خو دغه نظر پوښتنه کې د نیمايي نه سېوا امریکایان د سیاسي واک دارانو نه هیله نه لري چې دوي به په قانون کې دغه بدلون یقیني کړي.

خو د امریکايي سکولونو شاګردان اوس د کانګرس راتلونکي انتخاباتو لپاره خپله مبارزه کوي او خپل ووټونه هم رجسټرډ کوي چې حدف یې د کانګرس په غړو فشار زیاتول دي.

د خپل ژوند تحفظ لاریون په ویب پاڼهلیکل شوي تر اوسه يې د دغه مقصد لپاره۳.۸ ملینه ډالره راغونډې کړي.