مردان کچرو کې ځانمرګي بريد

دخېبرپښتونخوا مردان په ضلعي عدالت کې په یو ځانمرګي برید کې د پولیسو او وکیلانو په شمول ۱۲ کسان وژل شوي.

چاودنه کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتالونو ته رسول شوي دي.

دمردان ضلعي پولیس افسر وېلي يو ځانمرګي دضلعي کچهرۍ دګيټ سره نزدې ځان الوځولى دى.

دامدادي کارکوونکو وينا ده چې دغه چاودنه کې تر دې مهاله دولس کسان وژل شوي او ٥١ نور ژوبل شويدي.

دمردان دډي پي او ترمخه دبريد څخه دمخه ځانمرګي دلاسي بم بريد هم کړى، دهغه وينا وه چې چاودنه کې تر اتوؤ کلو ګرامو پورې چاوديدونکي مواد کارول شوي دي.

مردان کې دځانمرګي بريد څو ساعته وړاندې د پيښور په ورسک روډ کرسچن کالونۍ کې دترهه ګرو برید ناکامه کړی شوی.

دخېبرپښتونخوا مردان په ضلعي عدالت کې په یو ځانمرګي برید کې د پولیسو او وکیلانو په شمول ۱۲ کسان وژل شوي.