د مردان خواجه سرا د پولیسو بدسلوکۍ پرضد پېښورهايي کورټ ته تللي

د خېبر پښتونخوا مردان ضلعې خواجه سراؤ (هیجړاګانو) تیره ورځ په پېښور هايي کورټ کې د مردان د ځايي پولیسو په بد سلوکۍ یو خواست جمع کړی. په دغه خواست کې د عدالتنه غوښتنه شوې ځايي پولیسو د خواجه سراو سره بده رویه کوي او دوي تنګول کیږي چې خپل کار روزګار پریږدي.

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه په پېښور هايي کورټ کې تیره ورځ داخل شوي خواست کې ځايي پولیس د هیجړاګانو پرضد د څه قسمه ګامونو پورته کولو نه اودروي.

ظهور احمد او افتخار نومې خواجه سراؤ په دغه خواست کې ویلي د دې نه وړاندې د خېبر پښتونخوا په بنو او سوات ضلعو کې هم ځايي پولیسو د هیجړاګانو پرضد دغه شان ګامونه پورته کړي وو او دوي يې د ګډا نه منع کول او ورته يې د ږېرو پریښودو امر هم کړی وو.

ظهور احمد او افتخار په دغه خواست کې د عدالت نه غوښتنه کړې ځايي پولیسو ته دې امر وکړي چې هیجړاګان په ودونو او د خوشحالۍ په دستورو کې د ګډا کولو نه منع نه کړي. ځکه دغه د دوي د ګټې وټې یواځېنی کار دی. او نه دې دوي په زور خپلو سیمو پریښودو ته مجبوره کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د خواجه سراؤ د اتحادېې مشره فرزانه وي او ای ډیوه ته ویلي په ګرده صوبه کې خواجه سراؤ د پولیسو د دغه شان بدسلوکۍ سره مخ دي. فرزانه وايي: ٫٫ وړاندې به بنو او سوات کې هم نرښځۍ د کار نه اودرول شوي، دوي ته د ضلعو نه د وتلو امرشوی، او دوي خپل کار روزګار ته نه پریښودل کیږي.٬٬

د مردان او بنو ضلعو ځايي پولیسو بیا دغه تورونه رد کړي او وايي د پولیسو لخوا خواجه سراؤ ته داسې هیڅ قسمه امر نه دی شوی او نه پولیسو داسې څه پلان لري.

د مردان د خواجه سراؤ لخوا خواست او په خېبر پښتونخوا کې د دوي په ستونزو یو رپورټ په لاندیني لنک اوریدی شئ. دغه رپورټ د مردان نه ریاض حسین رالیږلی.

Your browser doesn’t support HTML5

د مردان خواجه پېښورهايي کورټ ته تللي