د پاکستان پخواني وزیر اعظم نواز شریف لور او د مسلم لیگ ن ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي د څه قسمه انتقامي کاروايۍ نه د ځان بچ ساتلو لپاره ورسره ډېرې لارې دي خو زیاتوي هغه به داسې کومه لاره نه خپلوي.
مریم نواز شریف د وي او ای اردو څانگی سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خبرو په وخت مریم نواز په خپلو سیاسي هڅو، راتلونکي پلانونو او د پاکستان په سیاست کې د غېر سیاسي قوتونو په کردار ښکاره خبرې کړي.
"Governing Pakistan, according to the constitution is the right of its elected representatives. If that balance is forced to tilt through power and might then its bound to create disaster, which we are witnessing today." says @pmln_org @MaryamNawaz to @URDUVOA pic.twitter.com/PvAnZHQhyg
— VOA DEEWA (@voadeewa) July 18, 2019
د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز ویلي پلان لري چې د خپل پلار د خوشي کولو لپاره کیدونکی احتجاجي مظاهرو ته به ویناګانې کوي، خو دا يې هم په ډاګه کړې چې دغه مظاهرې به یواځې د خپل پلار د خوشي کولو لپاره نه، بلکه دغه مظاهرې به د قانون د گټې، ووټ او انتخابي عمل ته د درناوي ورکولو، د ایین د سرلوړۍ ترڅنگ په میډیا لگیدليبندیزونو پرضد هم وي.
مریم نواز په خپله مرکه کې ویلي د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د پاکستان اولس نه دې منتخب کړی، هغه (عمران خان) د چا په خوښه راغلی (سیلیکټډ) دی او دا خبره اوس ټوله نړی کوي. هم دغه وجه ده چې عمران خان په سیلیکټډ ټکي باندی په پارلیمان کې بندېز لگولی دی. که هغه (عمران خان) سیلیکټډ نه وی نو دغه توری (ټکی) به پرې بد نه لګیدو. ده به ویلي وو چې زه سیلیکټډ نه یم خو هغه داسی نه شي ویلی ځکه چې د اولس په خوښه نه دی راغلی.
PMLN VP @MaryamNawaz w/VOA Urdu on censorship,” In Pakistan a martial law is in place with a facade of democratic govt. I see a civilian martial law, HR violations & steps against freedom of expression. There is an unannounced ban on political opponents & press freedom.” pic.twitter.com/6Bay0SDE0t
— VOA DEEWA (@voadeewa) July 18, 2019
په پاکستان کې په میډیا باندې لګیدلي قدغنونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د مسلم لیګ ن ډلې مشرې مریم نواز ویلي چې په هیواد کې چې دا وخت په میډیا کوم بندېزونه لگیدلي داسې بندیزونه پخوا کله هم نه دي لګیدلي.د عمران خان په حکومت کې د بشري حقونو سرغړونی روانې دي، په میډیا د حکومت مخالفه ګوندونو د مشرانو د مرکو په خپرولو بندیزونه دي.
مریم نواز شریف د دغې د مثال ورکولو په وخت د خپلې مرکې یادونه هم وکړه او وه يې وېل: ٫٫ زما مرکه په یو ټیلي ویژن روانه وه لا۱۰ منټه هم نه وو تیره چې روانه مرکه ېې بنده کړه. دوي د ریښتیا وېلو نه دومریه ویریږي.٬٬
د پخواني وزیراعظم نواز شریف په دغه مرکه کې د چا نامې اخستو پرته ویل چې ځه يې بندي کړم، درې میاشتې مې په بند کې بې ګناه تیرې کړې. په بند کې به مې خپلې جامې پخپله وينزلې، ډیر بد او خراب خوراک به يې راکوو، خو دغه بند ځه نوره هم قوي کړم او زما پکې نوره تربیه هم وشوه.
د مسلم لیګ ن ډلې ناېب مشرې مریم نواز په یاده مرکه کې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه ویلي چې تر دې دمه يې هم د دغې لوې قیمت ورکړی. نوموړې زیاته کړې چې پرضد يې د درغو مقدمې یا قضیې جوړې شوي، او لا په بند کې وه چې مور يې هم په حق ورسیده.
@MaryamNawaz w/VOA Urdu on the fate of Pak PM%27s, "This is not just #NawazSharif problem, 18 PM%27s have seen the same fate like Benazir Bhutto who was killed, Zulfiqar Bhutto was hanged, some are shot & some are extradited. No one can blame me for standing with my father." pic.twitter.com/tSJ2W2I7GD
— VOA DEEWA (@voadeewa) July 18, 2019
د خپل پلار او د پاکستان درې وارې پاتې وزیراعظم نواز شریف په اړه مریم نواز ویلي چې هغه ناروغه دی او په ۷۰ کلنۍ کې په جیل کې بندي دی. د سیاسي ګوند مسلم لیګ ن لوې لوې مشران يې دا وخت په جیلونو کې بندي دي. مریم نواز زیاته کړې چې پاکستان کې په موجوده وخت کې سیاست کول ډیر ګران دي. خو وایي دغه ګرانه لار يې ځان لپاره خوښه کړې خو ځه به د تاریخ په سم ځاې کې ودریږم، ځان د دې سختو نه ویستلو لپاره به د چا بوټان پاک نه کړم.