د خېبر پښتونخوا په بنو بکاخېل سیمه کې د پوځ عملیات نن په دوهمه ورځ هم دوام لري اؤ د سیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې په سیمه کې حالات سخت ترینګلي دي.
د پوځي عملیاتو په مهال په سیمه کې ټولې داخلي او خارجي لارې تړل شوې دي، او د موبایل او انټرنیټ خدمات هم ځنډول شوي دي.
د سیمې نه ډیوه ته د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د بنو په بکاخېل سیمه کې پوځ خپل عملیات لا پسې پراخه کړي او نن په دویمه ورځ دوی ته د هواي ځواک مرسته هم ترلاسه ده.
سرچینې وایي چې په سیمه کې د پوځي هیلیکوپټرو نه ګولۍ ورول کیږي.
بل لور ته ځایي خلکو د عملیاتو پرضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.
مظاهره کوونکي وايي چې عام خلک د دې عملیاتو له امله په سخته ویره کې دي.
اصف خان '' یو ځایي اوسېدونکي اصف خان وي او اې ډيوه ته وویل، ماشومان او ښځې په کورونو کې بند پاتې دي، او درنې وسلې کارول کېږي.
هغه وایي "زموږ کورونه پلټل کېږي، او عام خلک هم د ډزو هدف ګرځول کېږي"
پولیس وایي چې عملیات په سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع پیل شوي، خو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
امنیتي سرچینې ادعا کوي چې پرون د جمعې په ورځ په بکا خیل سیمه کې شوې نښته کې دوه امنیتي اهلکار وژل شوي، او په ځوابي کارروايۍ کې ۱۱ ترهګر وژل شوي دي.
د سرچينو په وینا په پرونۍ پېښه کې یو عام وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، خو د جنازې اجازه هم نه ورکول کېږي.
ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې د لارو تړل کېدو له امله دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سیمې یو مشر ملک شیر ولي ډيوه ته وویل، په سیمه کې ښوونځي او روغتونونه تړل شوي، او خلک د ناروغانو درملنې لپاره روغتون ته په رسولو کې له سختو خنډونو سره مخ دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوؤ د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده اؤ ددې عملیاتو لپاره حکومت ۲۰ اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.
ځايي مشران او خلک وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په سیمه کې پرلهپسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.
د بکاخېلو قامي مشر ملک باز ګل ډيوه سره خبرو کې وایي"زموږ سیمه د پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړې میدان ګرځېدلی دی، خو د دوی جګړو د عامو خلکو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی. موږ د خپلو غوښتنو وړاندې کولو لپاره یو ۱۲ کسیز کمیټه جوړه کړې ده"
انتظامیه وایي چې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا په ګیره کې اخستل شوې ده، او له مظاهره کوونکو سره خبرې روانې دي.