شمالي وزیرستان:پوځ وایي نښته کې یې یو ترهګر وژلی

پوځ پخپل بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې ده.

پوځ ويلي، د امنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځه نښته د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې شوې او د ډزو په تبادله کې یو ترهګر وژل شوی دی.

پوځ پخپل بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شووي تن پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان په دې پیښه کې د امنیتي ځواکونو ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو پوځ په دې نښته کې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل امنیتي ځواکونو میرعلي سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه چې دغلته د ناامنۍ منصوبه جوړه وي او چې کله امنیتي ځواکونو ګیره ترې چاپیره کړه د وړاندې نه پټو وسله والو پرې ناتاره ډزې پېل کړې .

دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو بریدونه چټک شوي او د فرورۍ په 27مه شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي وو دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي .

په 11مه فرورۍ د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګی برید شوی و چې پکې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي وو.

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته هم پکې حالات ډاډمن نه دي او هره ورځ د ناامنۍ دنورو پیښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې هم کیږي.