په امریکا او یورپ کې د بې درکه شوؤ سپو او پېشو گانو د درک معلومولو لپاره ویړیا خبرپاڼې یا په لږو پېسو باندې د خبرتیا کمپائن اکثره یوه گټه وره لار بلل کېږي.
خو که پاکستان ته وکتل شي.
نو هلته د هېواد تر ټولو لویې عدالت سپریم کورټ د امرونو باوجود په سلگونو بې درکه کسان تراوسه د ورکو په لسټ کې شامل دي.
په امریکا کې د بسونو اورگاډو یا ټرینونو او نورو اولسي ځایونو کې داسې خبرپاڼې یا پوسټرې اکثره لېدل کېږي چې څوک ورکښې د خپل وروک شوی سپی یا پېشو په اړه نښې نښانې ورکوي. او هر چا ته خواست کوي . که دغه سپې یا پېشو دوي لېدلي وي نو په دغه پته یا ټیلي فون شېمره دې رابطه وکړي.
د ورکو سپو او پېشوگانو مالکان باور کوي چې د بې درکۍ دغه کمپائنونه اکثره بریالي وي. دا کمپائنونه ښایي چې څومره په اسانه د 50ؤ ایالتونو په دومره لوې هېواد کې ورک شوي سپی او پېشوگان هم څومره په اسانه معلومېږي.
د امریکا په پرتله پاکستان کې د حېرانتیا خبره دا ده چې ادارې، نه مرکزي او نه هم صوبائي حکومت په دغه هېواد کې د بې درکه شوؤ خلکو په اړه معلومات لري.
د پاکستان د بې درکه خلکو کورنۍ او د بشری حقونو ډلې تور لگوي چې د کورنیو بې درکه شوي کسان د هېواد استخباراتی ادارو نیولی دي .
د سپریم کورټ امرونو ته په ځواب کې هرځل دغه ادارې د دغه بې درکه کسانو په اړه معلومات ورکولو نه انکار کوي . د بشري ډلو تورونه یو حده پورې صېح هم دي ځکه تراوسه موندل شوي اکثره کسان د استخباراتي ادارو لخوا وړاندې کړل شوي دي.
په پاکستان کې د بشری حقونو تنظیم وایي تراوسه 172 کسان د بلوچستان نه بې درکه دي . ولې د بلوچستان د بې درکه کسانو تنظیم وائس فار بلوچ مېسنگ پېپل مشر عبدالقادر بلوچ دغه شمېرې ردوي او زیاتوي چې د له درکه بلوڅانو شمېر د 14 زرو نه هم زیات دې.
بلخوا په پاکستان کې دننه د عدالت لخوا د انصاف نه ترلاسه کولو له امله د بې درکه شوؤ خلکو کورنیو د ډلې مشرې امنه مسعود جنجوعه د عدالت نه خپله قضیه بېرته اخستې ده.
هغه زیاتوي قضیه یې د مایوسې وروسته بېرته اخستې ده. .
د امنه مسعود خاوند اووه کاله پخوا بې درکه شوی ؤ او وایي تر اوسه ورته د عدالت نه انصاف ترلاسه نه شو