میانمار کې د پوځي بغاوت پرضد احتجاجونو کې ۵ نور مظاهره چیان وژلی شوي

میانمار کې د پوځي بغاوت خلاف روان احتجاجونو په وخت امنیتي ځواکونو په جمهوریت پلوه احتجاج کوونکو باندې ډزو کې 5نور مظاهره چیان وژلي دي.

د روان کال فرورۍ 5مې نېټې راهسې د میانمار امنیتي ځواکونو لخوا 550 کسانو د وژنې باوجود اوس هم احتجاج کوونکي هره ورځ د پوځي حکومت خلاف په وړو ښارونو او کلو کې د احتجاجونو لپاره راووځي.

د میانمار ناو په نوم خبرې ادارې ترمخه امنیتي ځواکونو په مرکزي ښار مونیوا کې د خالي په ورځ په مظاهره چیانو باندې ډزو کې درې کسان وژلي دي او د میانمار آنلاېن مجلې بېګو د رپورټ ترمخه امنیتي ځواکونو په بېګو او تهاټن ښارونو کې دوه احتجاج کوونکي وژلي دي.

د میانمار پولیسو او د پوځي ډلې ویاند په وروستیو وژنو باندې تراوسه پورې څه نه دي وېلي.

میانمار کې د سیاسي قېدیانو د مرستې تنظیم ددې وړاندې نن وېلي د نوبل انعام ګټونکې آنګ سان سوچې په مشرۍ کې منتخب حکومت لرې کولو راهسې امنیتي ځواکونو تراوسه پورې 550 احتجاج کوونکي وژلي دي چې پکې 46 ماشومان شامل دي.

د پوځي بغاوت په اولنو ورځو کې د میانمار په لویو ښارونو کې په زرګونو خلک د احتجاج لپاره راوتي وو خو د امنیتي ځواکونو د سختو ګامونو له کبله اوس احتجاج کوونکي په محدوده توګه باندې وړو احتجاجونو کې برخه اخلي.

د میانمار پوځي چارواکو د معلوماتو کنټرول کولو لپاره هم کمپاېن شروع کړی او د تېرې جمعې په ورځ‌ یې د موباېل انټرنېټ بندولو ترڅنګ د انټرنېټ کمپنو ته حکم کړی چې په لویه کچه باندې خلکو ته د انټرنېټ سهولت بند کړي.

چارواکو د یو قانون لاندې د ملک 18 هنرمندانو او په اولس کې مشهور تنانو د ګرفتارۍ وارنټې هم جاري کړي چې پکې د ټوله نیزې میډیا وتلي شخصیات او دوه خبریالان شامل دي. دا قانون د هغه خلکو خلاف پکار راوستی کیږي چې د امنیتي ځواکونو غړي د بغاوت او یا د خپلو ذمه وارو نه پشا کېدو ته راړوي. دغه 18 واړه کسان د میانمار پوځي واکمنۍ مخالف دي.

امریکې میانمار کې د پوځي چارواکو لخوا د انټرنېټ بندولو غندنه کړې. د امریکې خارجه وزارت ویاندې جلینا پورټر خبریالانو ته وېلي امریکا طمع لري چې دا به د میانمار د اولس اواز غلی نه کړي.