د نېټو مشر: افغانستان نه د انخلا وروسته به هم د افغان پوځ تربیه او مالي مرستې جاري ساتوو

د افغانستان خصوصي ځواکونه

د نېټو سېکرټري جنرل ینس سټالټن برګ ویلي دي چې د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته به هم د افغانستان د خصوصي ځواکونو تربیه او نورې پوځي او امنیتي مرستې جاري ساتي.

نوموړي دا نه دي ویلې چې افغان ځواکونو ته به دا پوځي تربيه چېرته ورکوي خو دا یې وویل چې دا کار به د افغانستان نه بهر تر سره کولی شي.

د خبري ادارې ای پي د رپورټ ترمخه د نېټو مشر دا خبرې په پېرس کې د فرانس د صدر اېمېنول میکرون سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته کړي دي.

خبري اداره زیاتوي چې په دغه ملاقات کې په راتلونکې میاشت کې د نېټو هېوادونو د مشرانو د غونډې په تیارۍ زیاتې خبرې شوي دي.

د نړیوال پوځي اتحاد نېټو غېر پوځي مشر سټالټن برګ ویلي دي چې د نېټو د اتلس کلنې مودې د پوځي موجودګۍ د خاتمې وروسته اوس د افغانستان سره نوی باب پرانزي.

د نېټو سېکرټري جنرل ویلي دي چې نړیوال اتحاد د افغانستان د امنیتي ادارو صلاحیت زیاتولو، مالي مرستو او لارښونو د پاره د نوي کردار تعین کړی دی او منصوبه مو دا جوړه کړې ده چې افغان ځواکونو او په خاصا توګه خصوصي ځواکونو ته به ددغه هېواد نه بهر د تعلیم او تربیت انتظام کوو.

د نېټو مشر ویلي دي چې د کابل هوايي ډګر د زیات فعاله کولو او نورو خدماتو د پاره به هم د فنډز اهتمام کوي او دا به په بله مرحله کې وکړي، ددې ترڅنګ په کابل کې د غېرملکي سفارتخانو امنیت به هم هغې هومره یقیني کوي چې څومره یې ضرورت دی.

د نېټو مشر دا خبرې په داسې حال کې کړی دي چې امریکا کې مهمو سفارتکارانو او ددفاع وزارت چارواکو د نهې سه شنبې په ورځ په کانګرس کې د افغانستان نه د ځواکونو ویستو په اړه خپلو اندېښنو کې ویلي دي چې هسې نه د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګره ډلو مرکز جوړ شي او د امریکا په ضد وکارول شي.

خو د افغان سولې د پاره د امریکا خصوي استاذي زلمي خلیلزاد د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټۍ ته ویلي وو چې په دې لړ کې کار روان دی خو په اړه یې جزیات د کمېټۍ د غړو سره شریک نکړل.

د کانګرس د غړو او امریکا کې د افغانستان د چارو په اړه د پخواني سفارتکارانو، څېړونکو او د ځینو امریکايي چارواکو لخوا د طالبانو او بهرنیو ترهګره ډلو ترمنځه د اړیکو په اړه اندېښنو ته د امریکا د دفاع وزارت هغه وروستی رپورټ نوره هم وده ورکړې ده چې پکې ویلي شوي دي طالبانو اوس هم د القاعده سره اړیکې په ځای ساتلي او د غټو حملو منصوبې یې هم روانې ساتلی دي.

د مېنځني ختیز لپاره د امریکا د پوځونو مشر جنرل فرېنک مېکنزی د شورو چارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې د جون په لومړیو به د دفاع وزیر لویډ اسټن ته خپلې سپارښتنې ورکړي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو په دغه هېواد کې به د نړیوالو ترهګره ډلو جګړې څارنه څنګه کوي.

هغه ویلي وو چې په دې لړ کې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو سره ددوي د فضايي حدودو او د امریکايي سرتېرو د استعمال د پاره ددوي د پوځي اډو د کارولو په خبرې روانې دي خو دا به وخت واخلي.

د امریکا د صدر جوبایډن د اعلان سره سم د افغانستان نه د مۍ د اولنۍ نېټې څخه د نړیوالو ځواکونو انتقالیدل پېل شوي دي او د پلان مطابق به د امریکايي ځواکونو د لړۍ به د روان کال د یولسم سېپټمبر پورې سر ته ورسي.

د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره په افغانستان کې د تشدد لړۍ هم زیاته شوې ده او د طالبانو لخوا د کوچني اختر په مهال د درې ورځني اوربند وروسته بریدونه یوځل بیا سېوا کړي او طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې په افغان ځواکونو او حکومتي ودانیو ترڅنګ په اولسي ځایونو کې بریدونه او سیمې قبضه کولو لړۍ نوره تېزه کړې ده.

ځینو افغان چارواکو د جمعې په ورځ د طالبانو لخوا په مېدان وردګ ولایت کې د جلرېز ولسوالۍ د نیولو د خبرونو تصدیق کړی او د مېدان وردګ د ولایتي شورا یو غړي شریف الله هوتک هم دا خبرونه تاید کړي دي. طالبانو هم د جلرېز ولسوالۍ د نیولو دعوه اعلان کړی ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو دعوې رد کړي دي وي او او ته یې ویلي دي چې افغان ځواکونو د یوې سټرټیجۍ یا تدبیر د لاندې د ولسوالۍ د مرکز نه پشا شوي دي.