افغانستان په اړه د امریکا نوې پالیسي جوړېدو ته نږدې ده

دیو لوړ رتبه امریکايي جنرال وايي د ټرمپ اداره ډیره نږدې شویده چې د افغانستان په اړه د امریکا د ژمنتیا په برخه کې خپله نوې اوږدمهاله پالیسي جوړه کړي.

ددغې پالیسۍ له مخې به په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن هغې غوښتنې ته هم ځواب ورکړل شي چې غواړي افغانستان ته نور نړیوال سرتیري ولیږل شي تر څو د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ ولاړ حالت پای ته ورسوي.

د امریکا د ګډو ځواکونو مر جنرال جو ډنفورډ دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش پرضد عملیاتو کې یو امریکايي سرتیری ووژل شو او یو بل امریکايي سرتیری او یو افغان ژوبل شول.

د پوځ یوه ویاند وویلي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د داعش پر ضد د روانو ګډو عملیاتو په ترڅ کې رامنځته شوه.

له دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېره لسو ته ورسېده چې زیاتره یې د داعش پرضد عملیاتو پرمهال وژل شویدي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ به سبا د جمعې په شپه کېمپ ډیوس ته ځي او د افغانستان او د امریکا د سیاست په اړه به د ملي امنیت له خپل ټیم سره خبرې وکړي.

د افغانستان په اړه د امریکا ددغې نوي پالیسۍ جوړیدل له ټاکلې وخت نه لږ زیات وخت ونیوه ځکه د امریکا ددفاع وزیر جیمز مېټیس په جون کې کانګرس ته ویلي وه چې دوی به دغه پالیسي د جولای په نیمايي کې اعلان کړي.

ډنفورډ ویلي وه چې په افغانستان کې د میشتو امریکايي سرتیرو حق دی چې د نوې پالیسۍ په رڼا کې کار وکړي ځکه دوي اوس هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او هم له داعش سره جګړه کوي.