بوکو حرام د نائیجریا انتخاباتو د مخه نیولو دړکه کړې

د نهې په ورځ ناوخته جاري کړې شوې یوې ویډیو کې د بوکو حرام مشر ابو بکر شیکاو ویلی دی چې که په دې شخړو کې د هغه جنگیالو خپل ژوند اوبیلو نو دا ټاکنې به په امن کې وو نشي

د نائیجریا تندلارې ډلې بوکو حرام دهړکه کړې ده چې په ملک کې کیدونکی انتخاباتو لاره به نیسي. دا ټاکنې د تشدد به وجه د وړاندې نه تر د راتلونکې میاشت پورې ځنډولې شوي دي.

د نهې په ورځ ناوخته جاري کړې شوې یوې ویډیو کې د بوکو حرام مشر ابو بکر شیکاو ویلی دی چې که په دې شخړو کې د هغه جنگیالو خپل ژوند اوبیلو نو دا ټاکنې به په امن کې وو نشي.

وډیو کې ابوبکر شیکاو وايي "زمونږ نه پس به هم الله تاسو انتخابات کولو ته نه پریږدي ځکه چې تاسو وايي واک اختیار یو نه بل ته منتقل کیږي جې معنا يي ده چې خلک به په یو بل حکومت کوي خو الله وايي واک اختیار یواځې د هغه سره دی. په دې مزکه یواځې د هغه اختیار چلیږی."

دې تندلاره ډلې څو څو وارې د نائیجیریا اولس ته دهړکې ورکړي دي چې په راتلونکې پارلېماني او صدارتي ټاکنو کې دې برخه وا نه خلي. د ټاکنو نوې نیټه اتیشتم مارچ ټاکلې شوي ده.

تیره ورځ هم د نائیجیریا په دریو مختلفو برخو کې بم چاودنې شوي وې چې له کبله يي درنه مرگ ژوبله رامېنځته شوي ده. په یوې بم چاودنه کې په اوکریکا نومی کلی کې د حزب اختلاف گوند اې پي سی یوه جلسه په نښه شوي وه.

د نائجیریا پوځ د شورو په ورځ ویلي دي چې عسکرو يي روانه هفته ترسره کړې شوې عملیاتو په مهال د بوکو حرام ٣٠٠ و نه زیات وسله وال وژلې دي او د دوي کنړول نه يي ١١ کلي بیرته اخستې دي. د پوځ د دې دعوو په اذاده ډول تصدیق نه دی شوی.

د نائجیریا اسلامی تندروه ډله بوکو حرام په شمال شرقي نائیجیریا کې موجود یو ترهگر تحریک دې چې د نائیجیریا د حکومت واک ړنگولو او د خپلې خوښې اسلامی ریاست جوړولو لپاره جنگیږي. د کال ٢٠٠٩ نه تر د کال ٢٠١۴ترمینځه دې ډلې د ٥٠٠٠٠ نه سیوا عام خلک وژلې دي.

بوکو حرام د اسلام یو داسې عکس وړاندې کوی چې ترمخه ېی مسلمانانو لپاره د غربي ټولنې سره تړون لرونکې سیاسی او سماجی هلو ځلو کې برخه اخستل حرام گڼي. په دې کې انتخاباتو کې ووټ اچول، پینټونه او شرټونه اغوستل او سیکولر تعلیم یا د مذهب نه پاک تعلیم شامل دي