د جي ټونټي ملکونو خارجه وزیرانو په اوکراین کې د جنګ په سر اختلافات ختم نه کړی شول

د هندوستان خارجه وزیر اېس جی شنکر خبریالانو ته وویل د غړو ملکونو ترمنځ د اختلافاتو په سبب د غونډې په ختمېدو مشترکه اعلامیه جاري نه کړی شوه

د جي ټونټي تنظیم د خارجه وزیرانو غونډه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هندوستان په سرښار نوي دلي کې وشوه خو په اوکراین د روس د یرغل په سر خپل اختلافات يې ختم نه کړی شول.

د هندوستان خارجه وزیر اېس جی شنکر خبریالانو ته وویل د غړو ملکونو ترمنځ د اختلافاتو په سبب د غونډې په ختمېدو مشترکه اعلامیه جاري نه کړی شوه.

جی شنکر وویل ځینو ملکونو د اوکراین د شخړي په اړه تقسیم راپارونکي خیالات لرل.

د جي ټونټي په غونډه کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن، د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د چین خارجه وزیر کېن ګېنګ شرکت وکړو.

یو اعلا امریکايي چارواکي خبریالانو ته وویل د جي تونټي غونډې په ځنډه کې بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپل روسي هم منصب سره وليدل او ورته يې د دې خبرې په اهمیت ټینګار وکړو چې ترڅو يې ضرورت وي امریکا به د اوکراین ملاتړ کوي.

جی شنکر په پرمخته تلونکو ملکونو په اوکراین کې د روس د جنګ د اثراتو او د تېلو، خوراک او د سرې د زیات شویو قیمتونو ذکر وکړو. هغه وویل هغه ملکونو چې په اقتصادي کچه د مشکلاتو سره مخامخ دي، په اوکراین کې جګړې پې په خصوصي توګه بد اثر کړی دی.

تېره هفته په نوي دلې کې د جي ټونټي تنظیم د خزانې د وزیرانو غونډه هم په اوکراین د روس د یرغل په سر په اختلافاتو ختمه شوه، مشترکه اعلامیه د چین او روس د اعتراضاتو له امله جاري نه کړی شوه. دواړو ملکونو په اعلامیه کې د داسې الفاظو مخالفت وکړو چې په کې د روس غندنه شوي وه.

جي شنکر وویل په اوکراین کې د جنګ نه علاوه د جي ټونټي خارجه وزیران په نورو زیاترو موضوعاتو متفق وو.

د جي ټونټي د غونډې شروع کېدو په موقع د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي وویل په ځینو مسلو د اختلافاتو باوجود پکار ده چې د تنظیم غړي همکاري وکړي.

د وډیو دلارې تقریر کې مودي وویل دا فطري خبره ده چې د خارجه وزیرانو په حېث به په غونډه کې د دوی په خبرو د جغرافیايي سیاسي حالاتو اثر موجود وي. هغه زیاته کړه چې د نړۍ د وتلي اقتصادونو په حېث د جي ټونټي ملکونه د هغو ملکونو ‌ذمه واري هم په اوږو لري چې په دغه تنظيم کې شامل نه دي.

هندي وزیراعظم وویل د دنیا نظر په جي ټونټي ملکونو دی چې د ترقۍ، اقتصاد، د قدرتي افتونو د مزاحمت، مالي ثبات، ترهګرۍ، کرپشن، د خوراک او د توانای د امنیت مسلو ته به پام ګرځوي.

هغه وویل هغه مسلې چې تنظیم يې نه شي حل کولی باید د هغو مسلو د حل لاره و نه نیسې چې حل کېدلی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پارېچا، د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي