د شمالي کوریا میزایل ټولې امریکا ته رسېدلی شي: کیم جان

د شمالی کوریا مشر کیم جان یون نن د شنبې یا خالي په ورځ ادعا کړې هېواد یې داسې میزایل لري چې د امریکا هره برخه پرې ویشتلی شي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هاغې وکړې چې د جمعې په ورځ يې هېواد یو لیرې واټن ویشتونکې میزایل ازموینه وکړه.

چین دغه ازموینه وغندله او جاپان، جنوبي کوریا او امریکا ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې به پداسې لارو چارو باندې غور وکړي چې په ترڅ کې یې شمالي کوریا له اټومي موخو څخه په شا شي.

شمالي کوریا د کیم تر مشرۍ لاندې د میزایلو ازموینې زیاتې کړیدي او په روانه میاشت کې يې ددې ډول توغنديو دا دوهمه ازموینه ده.

د کوریا د خبر مرکزي څانګې په خپل یوه راپور کې وویل چې کیم ددې لپاره د میزایلو د ازموینو لړۍ تونده کړیده چې امریکا ته دا ثابته کړي چې هرې برخې ته یې د شمالي کوریا میزایل رسېدلی شي.

د شمالي کوریا لخوا ددغو توغندیو د ازمویلو په غبرګون کې امریکا او جنوبي کوریا د جنوبي کوریا پورې اړونده اوبو کې میزایل توغولي دي.

د سپینې ماڼۍ لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د شمالي کوریا لخوا د مېزایلو ازمویل ډیر خطرناکه او بې باکه دي او له دې سره به شمالي کوریا نوره هم یواځې او تجرید شي.