په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد او کډوالو بیرته ستنولو دپاره احتجاجي مظاهره شوې

شمالي وزیرستان پرونۍ احتجاجي مظاهره

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د اتمانزو مشرانو او کډوالو د کمېټۍ سره د پي ټي اېم مشرانو احتجاجي مظاهره کړې په سيمه کې د ناامنۍ د مخې نيولو او کډوالو د بيرته ستنولو غوښتنې يې کولې.

د احتجاجي مظاهرې غوښتنې:

1. په افعانستان کې مېشته د شمالی وزیرستان کډوال دې زر تر زرہ بیرته ته ستانه کړی شي، او په پاکستان کې د ننه کډوال هم نور د کډوالۍ ژوند نشي زغملی او هغوی ته دې هم خپلې سیمې د تګ راتګ لارې خلاصې کړي.

2. د بکاخېلو کېمپ دې په پشپړه ډول ختم کړی شي.

3. د غلام خان تجارتي راهداري دې د کرتارپور غوندې کاروبار او تګ راتګ لپاره پرانستلی شي.

4. د مرکزی ښار میرانشاه سیمې د ماچس، عیسوخیل او ظفر ټاؤن سیمو خلکو په کورونوځ ځايي سرکاري ودانۍ جوړې کړی شوي د هغوی د واپسۍ سره دې د هغو لپاره په سیمه کې د کورونو انتظام برابر کړی شي.

5. د غلام خان کسټم دې له غلام خان بندر نه بنو ضلع ته یوړل شي.

احتجاج ته په وېنا کې مشرانو د ضرب عضب عملیاتو پينځه کاله وروسته هم په سيمه کې په روانه ناامنۍ سختې نیوکې وکړې.

په شمالی وزیرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د وسله والو پرضد په پراخه کچه سره د ضرب عضب پوځي عملیات تر سره شوي او په لکونو شمېره خلک د خپلو کورونه په پریښولو مجبوره شوي وو خو د عملیاتو وروسته بیا هم وخت په وخت د نا امنۍ پېښې کيږي.

او یواځې په تېره يوه اوونۍ کې دوه سیمه ییز کسان او څلور پوځي سرتیري وژل شوي چې زمه اري يې تندلارو وسله والو په غاړه اخستې ده.

په قبايلي سیمو کې د افتونو په وخت د انتظامې د ادارې (پي ډي اېم ای) په خبره د ضرب عضب له عمله په بې کوره شوؤ کورنيو کې دا مهال تر ۱۵ زرو نه زیاتې کورنۍ د کډوالۍ ژوند تیره وي چې پکې ۲۰۵۰ کورنۍ د بنو بکا خېلو په کېمپ کې مېشته دي.

په افغانستان کې د کورنیو کره شمیر نه دی معلوم خو د کډوالو د کمیټۍ مشران وایې اووه زره کورنیو په افغانستان کې د واپسې لپاره فارمونه داخل کړي دي.

د شمالی وزیرستان تاجران وايي د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د دوکانونو غورځولو او په دوکانونو کې سامانونه خراب شوي او دوی ته ۲۱ اربه روپۍ تاوان اوختی او د غلام خان بندر د تړل کېدو سره کاروبار په ټپه ولاړ دی.

احتجاج ته په وېنا کې د کډوالو د کمیټۍ مشر غلام وزیر وویل د بې کوره شوو کورنیو شمېر د سرکاري شمېرو نه په څو چندا سېوا دی چې له تېرو پیځو کالو راهسې د کډوالۍ په ژوند او په خیمو او کرایه په کورونو کې ځپل کیږي؟

هغه وویل چې کوم خلک د عملیاتو ورسته بیرته ستانه کړي شوي هغه د نا امنۍ د لاسه غېر یقینی صورتحال سره مخ دی او په خپلو کورونو کې د پټ مخ کسانو لخوا په هدف کیږي غلام وزیر ویلی نوره دوی ته دغه د وژلو او ځورولو پاليسي د منلو نه ده.

د عوامی نیشنل ګوند سیمه ييز مشر خلیل وزیر ویلي په عملیاتو کې ټول زیان د شمالی وزیرستان خلکو ته اوښتی کورونه مارکیټونه او بازارونه يې وران شوي او لوټ شوي دي.

هغه ویلي که څه هم پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو ملا ماته کړی شوې خو بیا هم په پراخه کچه سره وسله وال فعالیتونه ترسره کيږي خلک تښتوي او د خلکو نه د قلنګ او تاوان غوښتنې کوي.

خو احتجاج وروسته له هغې ځنډول شوی چې د میر علی سيمې مرستیال کمیشنر دې لاریون ته ورغلی او په یوه اوونۍ کې د دوی دغه غوښتو منلو باور یې ورکړی دی.

د احتجاجی لاریون یو بل مشر ملک نثار علی خان ویلي چې که غوښتې يې ونه منل شوې نو ډېر زر به د میرانشاہ پریس کلب مخې ته پخه او مکمل پرلت ووهي.

په میر علی سیمه کې دغه احتجاج په داسې حال شوی چې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ هم په میر علی او خواه وشاه سیمو کې د اتحاد المجاهدین نومې وسله والې ډلې لخوا یوه کاغذ پاڼه وېشل شوې چې پکې د سیمې مخه ورو مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي.