د شمالي وزيرستان سوداګر وايي د ضرب عضب عملياتو په مهال ورته د شل اربه روپو نه زیات تاوان اوختی

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان سوداګر وايي په علاقه کې د ضرب عضب عملياتو په مهال دوی ته د شلو اربه روپو نه زيات تاوان اوړېدلی دی.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد د کال ۲۰۱۴م په نيمايي کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات کړي وو.

د دغو عملياتو په مهال د علاقې نه د لاکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي او په علاقه کې بازارونه کاروبارونه ټول ويجاړ شوي وو.

د شمالي وزيرستان د مرکزي بازار ميران شاه د سوداګرو د اتحاديې مشر دين پئيو ادعا کوي چې د ضرب عضب عملياتو په مهال دوی ته د اوختي تاوان اندازا دوی مالومه کړې چې شل اربه ۸۱ کروړه روپۍ د سوداګرو تاوان شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل چې دغه شمېرې ځايي انتظاميې او پوځ هم ورسره منلي دي خو د دې تاوان ډکولو په لړ کې مرکزي او صوبايي حکومت د دوی نه غواړي چې تاوان راکم کړي.

خو هغه وايي دوی ته چې د کوم څيز يا مالونو نه تاوان اوړېدلی هغه دوی په پور يا قرض اخيستي او ترې خلک خپل قرضونه غواړي نو څنګه تاوان کم کړي.

هغه دا هم وايي چې تېره اوونۍ دوی د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليمم جګړا سره ليدلي او هغه ورته په لسو ورځو کې د دوی د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې، خو سوداګر وايي که ژمنه ورسره نه پوره کيږي نو بيا به دوی بله لار خپلوي.

په میران شاه بازار کې دوکان لرونکی حاجي سليم الله وايي د ده خپل دوکان په دغو عملیاتو کې وران شوی او بيرته یې لا نه دی ودان کړی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی په ډېرو سختو حالات کې ژوند کوي، د کروړونو روپو کاروبار يې تباه شوی دی.

يو بل دوکاندار علي محمد بيا وايي چې د دوی ټول کارونه په ټپه پراته دي، ځکه چې يو پرې پخواني قرضونه دي، بل د غلام خان بندر بند دی په کومه لاره چې دوي د افغانستان سره تجارت کوي.

هغه وويل د تېرو ۱۶میاشتو راهسې د حکومت مرستې ته په تمه يو خو تراوسه ورته هیڅ معاوضه نه ده ورکړی شوې.

څايي انتظاميه د سوداګرو تاوان تايدوي او وايي په علاقه کې نزدې لس زره دوکانونه ويجاړ شوي چې پکې د سواګانو ډګ ګودامونه، پټرول پمپونه او د ګاډو بارګينونه شامل دي.

د شمالي وزيرستان انتظامیه وايي لوړ پوړي چارواکي يې د سيمې د سوداګرو په تاوان خبر کړي دي.