پاکستاني چارواکو ویلي چې د خېیر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره په نښته کې د یو پاکستاني پوځي افسر په ګدون دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. د پوځ د وینا ترمخه په دغه نښنه کې یو ترهګر هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګی ايي ایس پي ار ویلی ترهګرو جنوبي وزیرستان ته نږدی د شمالی وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګزمې په داسې حال کې ډزې کړي چې دوی په سیمه کې د امنیت په خاطر په ګزمه بوخت وو.
د ايي ایس پي ار ترمخه وژل شوي پوځی کپتان نوم محمد صبیح ابرار او د عسکر نوم نوید اختر دی.
پوځ ویلی په دغه پیښه کې یو ترهګر هم وژل شوی دی او ترهغه وروسته امنیتي ځواکونو یاده سیمه کې عملیات ترسره کړي او د عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو یوه مرکز هم له مینځه وړی دی.
د دغه برید مسولیت د وسله والو دوو ډلو پاکستانی طالبانو او حزب الحرار په غاړه اخېستې دی.
وروستی برید هغه وخت ترسره شوې چې پاکستاني چارواکو ګاونډي هېواد افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د شمالي وزیرستان ضلع غلام خان لار د پرانستلو فیصله کړی. د میوو ، سبزيانو او نورو توکو بار ګاډي به د ګل-دوشنبې په ورځ د غلام خان دلاری افغانستان ته ځي.
په روانه جون میاشت کې دا څلورم وسله وال برید دې چې په شمالی وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره کیږی. لس ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان ميرعلي سب ډويژن د خېسور په کتيرا په علاقه کې نا معلومو وسله والو د پوځ په ګاډي ډزې کړي وې چې پکې يو سرتيری وژل شوی وو. هم په دغه ورځ د میر علی په عیسوړی سیمه کې وسله والو پوځي چيک پوسته په بمي چاؤدنه الوځولې وه، او تر دغه برید دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په تپي علاقه کې د پوځ په ګاډي د ریموټ کنټرول د لارې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.
په شمالي وزيرستان کې د می په مياشت کې په پاکستاني پوځ درې او د اپرېل په مياشت کې پرې اووه بريدونه شوي وو.
شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته هغه قبایلي ضلع ده چېرته چې د ۲۰۱۴م په نيمايي کې د پاکستان پوځ د ترهګرو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات ترسره کړي او نږدې شپږو میاشتو وروسته یې ادعا کړې وه چې شمالي وزيرستان يې د ترهګرو څخه پاک کړی او په علاقه کې يې امن پر ځای کړی دی.
خو په علاقه کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې دوام لري، په امنیتي سرتيرو بريدونه او چاؤدنې کيږي او ورسره په علاقه کې د هدفي وژنو پېښې هم روانی دي.