د کال ۲۰۲۴ د کرکټ ټي ټونټي ورلډ کپ به د کرکټ د دوو زړو حریفانو په مېچ د خالي په ورځ شروع شي

د امریکې د کرکټ ټیم نایب کپتان ایرن جونز

د نړیوال کرکټ د ټولو نه د دوو زړو حریفانو، د امریکې او کېنېډې، په مېچ به د خالي، شنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۴ د کرکټ ټي ټونټی ورلډ کپ شروع شی.

امریکا او وېسټ انډیز په شریکه د ورلډ کپ کوربتوب کوي او د مقابله ابتدايي مېچ به د کېنېډې او امریکې ترمنځ د امریکې د ټېکسس ریاست په ډېلېس ښار کې د خالي، شنبې، په ورځ کېږي.

په نړیوال کرکټ کې د اسټرېلیا او د انګلېنډ او د پاکستان او د هندوستان رقابت د قایمېدو نه ډیر مخکې امریکا او کېنېډا د دې لوبې حریفان وو. د دواړو ګاونډیو ملکونو وړمبی نړیوال مېچ په کال ۱۸۴۴ کې شوی و.

خو بیا په شمالي امریکا کې د کرکټ مقبولیت کم او د دنیا په نورو ملکونو کې زیات شو.

د سږ کال په ورلډ کپ کې ۲۰ ملکونه برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو کې تقیسم کړی شوي دي، خو یو ټیم هم په واضحه ډول د کپ ګټلو دپاره غوره یا فېورېټ نه ګڼل کېږي.

ټي ټونټي د کرکټ تر ټولو تېز قسم دی.

وېسټ انډیز دوه ځله ټي ټونټي ورلډ کپ ګټلی دی او د سږ کال د مقابلو د زیاتو مېچونو کوربتوب به کوي.

سېمي فاینل او د جون په ۲۹ نېټه د ورلډ کپ فاینل به هم په وېسټ انډیز کې وي.

ای اپي خبري اداره وايي په ډېلېس، نیویارک او لاډرهېل کې پېچونه به تعین کوي چې کوم ټیمونه به د ناک اوټ پړاو ته رسېږي.

د ورلډ کپ څلور ګروپونه:

ګروپ ای

د امریکې ټیم به په دې اعتماد په وړمبي مېچ کې جنګېږي چې د ورلډ کپ نه مخکې يې د ټېسټ د درجې بنګله دېش نه یې د دریو مېجونو سیریز د یو په مقابله کې په دوو مېچونو ګټلی دی.

په ګروپ ای کې د هندوستان او پاکستان غوره ټیمونه ګڼل کېږي چې د سپر اېټ پړاو ته به ورسېږي. په ګروپ ای کې ایرلېنډ هم شامل دی.

د پاکستان او هندوستان د وړمبي راونډ مېچ به د جون په نهمه نېټه د نیویارک په نوي جوړ سټېډیم کې وي چې د ۳۴۰۰۰ تماش ګیرو ګنجایش لري.

ګروپ بي

په ګروپ بی کې به انګلېنډ د ورلډ کپ د خپل اعزاز دفاع کوي. په دې ګروپ کې د کال ۲۰۲۱ د ورلډ کپ فاتح اسټرېلیا نه علاوه عمان او سکاټ لېڼد شامل دي.

ګروپ سي

دا د سختو ګروپونو څخه یو ګنل کېږي. په دې ګروپ کې افغانستان، وېسټ انډیز، نیوزي لېنډ، یوګېنډا او پاپوا نیو ګیني شامل دي.

نیوزي لېنډ او یا افغانستان د سپر اېټ نه مخکې وتلی شي ځکه چې فقط د سر دوه ټیمونه دغه پړاو ته تللی شي. د افغانستان راشد خان او مجیب الرحمان وېسټ انډیز او نیوزي لېنډ ته به بالېنګ او بېټېنګ کې مشکلات پېدا کولی شي.

ګروپ ډي

سري لنکا، جنوبي افریقا، بنګله دېش، نېډرلېنډز او نيپال په ګروپ ډي کې دي.