عمر ایوب خان: باید وښودل شي چې د آي ایس آي بجټ چرته مصرفیږي

ښي لاس ته عمر ایوب خان او کیڼ لاس ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر ښاغلي عمر ایوب ویلي، دوي ته دې وښودل شي چې د پاکستان استخباراتي شبکې آي ایس آي بودیجه یا بجټ چرته مصرفیږي؟

د خالي- شنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ د بجټ غونډې ته وینا کې ښاغلي عمر ایوب ویلي مونږ ته د خپلې سیمه ییزې خودمختارۍ لپاره درې شیان ضروري دي، "قامي یووالی چې دا مهال تس نس دی، د باور جوګه دفاع په پیاوړي اقتصاد پورې اړه لري اؤ اقتصاد هم دا وخت دانه وانه دی، مونږ د ګواښونو په زد کې یو".

هغه پوښتنه را پورته کړه چې د استخباراتي شبکو اؤ په ځانګړي توګه د آي آیس آي بجټ چرته مصرفیږي؟

عمر ایوب دا هم وپوښتل چې ایا د آي ایس آي بجټ په ویګو ډالو(ګا‌ډو) مصرفولی شي اؤ بیا دغه ډالې د تحریک انصاف په ملګرو اؤ صحافیانو پسې شاته لګولی شي که په ترهګرو پسې؟

د مخالفو ډلو مشر وویل" پوښتنه دې وکړل شي چې انټیلي جنس ولې ناکامه کیږي، د پي ټي آي د باني عمران خان په جیل کې شوې خبرې واورۍ اؤ د کیمرو لګولو په ځای د ملکي ثبات لپاره کار وکړي، د ملک اقتصاد دانه وانه شوی دی".

د پاکستان په مرکزي کالني بجټ کې د پوځ، دفاعي او استخباراتي ادارو په زیاته برخه باندې تل پوښتنې را پورته کېږي او نیوکې باندې کیږي چې ولې د تعلیم او صحت تر مهمو څانګو هم ورته زیات فنډ ورکول کیږي خو پوځ او استخباراتي ادارو په دې اړه نیوکو او پوښتنو ته مخامخ څه جواب نه دی ویلی خو وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه لا ختمه نه ده.

پاکستان ته د چین د مشرانو د سفر په اړه خپله وینا کې ښاغلي عمر ایوب وویل، د چین مشرانو هم دلته د خپل سفر په مهال ویلي چې د قامي معاشي ترقۍ اؤ سي پیک لپاره امنیت اؤ ثبات ضروري دی اؤ د چینایي چارواکو دا وینا مونږ ته پېغام راکوي چې هغوي مونږ ته د خپل کور د سمولو وینا کوي.

عمر ایوب زیاته کړه پرون د پي ټي آي د احتجاج په مهال پنجاب کې تر سلو زیات د پي ټي آي کارکنان نیول شوي اؤ د اسمبلۍ د غړو په ضد مقدمې درج شوي دي .

نوموړي پخپله وینا کې د پنجاب صوبې د پولیسو د مشر خلاف د اقدام کولو غوښتنه هم وکړه.

په کال ۲۰۲۲م کې چې د تحریک انصاف ګوند مرکزي حکومت د پارلیمان څخه د بې باورۍ د تحریک په اساس ختم کړل شوی له هغې راپدیخوا ددغه ګوند مشران پرله پسې پوځ اؤ استخباراتي شبکې سیاست کې په لاس وهنه اؤ ددغه ګوند د مشرانو په ځورولو تورنوي خو پوځ دا تورونه ردوي اؤ وایي په سیاست کې لاس نه وهي.

تحریک انصاف ګوند دعوه لري چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې رایې دغه ګوند ګټلي خو وایي اسټیبلشمنټ یې رایې غلا کړي اؤ د فارم ۴۵ په اساس یې مسلم لیګ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ ته حکومتي واګې په لاس کې ورکړي دي.

خو د مسلم لیګ اؤ پيپلز ګوند مشران بیا وایي چې د اسټیبلشمنټ په خوښه نه بلکې د ولس په رایو واک ته رسیدلي اؤ زیاتوي که پيپلز ګوند په انتخاباتو نیوکي لري نو عدالت ته دې رجوع وکړي.