افغان پوځي او استخباراتي پلاوی د ګل په ورځ د اسلام اباد سفر کوي

مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د پاکستان او افغانستان پوځي او استخباراتي چارواکي به راروانه اونې د اسلام اباد او کابل سفر کوي او په دغه سفر کې به د خپل منځي اړیکو ښو کولو په لارو چارو خبرې کوي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډېلي ټاېمز تر مخه د افغانستان پوځي او استخباراتي چارواکي به د ګل (دوشنبې) په ورځ اسلام اباد ته رسي او (د نهې یا سهه شنبې) په ورځ به د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د کابل سفر کوي. د اخبار تر مخه جنرال باجوه به د افغان صدر ډاکټر اشرف غني سره هم ملاقات کوي.

د سرچینو ترمخه په راروانو غونډو کې به دواړه هیوادونو د یو بل سره د رابطو سېوا کولو او د استخباراتي معلوماتو شریکولو لپاره رابطه افسران هم ټاکي. دغه رابطه افسران به د یو بل سره د شکمنو وسله والو د موجودیت او د دغو پرضد عملیاتو لپاره استخباراتي معلومات شریکوي.

افغان صدر اشرف غني تیره میاشت (می ۲۷) نېټه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته د کال د سفر بلنه ورکړې وه. د افغانستان د ملي امنیت سلاحکار حنیف اتمر د مې میاشتې په ۲۷ د یو لوړپوړي پلاوي سره د اسلام د سفر په وخت د پاکستاني پوځ مشر ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړې وه. جنرال باجوه تیرکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه هم د کابل د سفر په مهال د افغانستان اولسمشر اشرف غني سره لیده کاته کړي وو.

د ډېلي ټاېمز اخبار ترمخه د جنرال باجوده د کابل راتلونکی سفر د دواړه هیوادونو د پوځونو ترمېنځه د ښو اړیکو لپاره یو مهم ګام دی. په تیرو څو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمېنځه پوځي اړیکوکې ښه والی لیدل شوی او په دغه موده کې دواړه هیوادونه په دې هم راځي شوي چې د پوځي او استخباراتي چارواکي به خپلو کې رابطې نورې هم سېوا کوي.

د پاکستان او افغانستان پوځي او استخباراتي چارواکو تازه ملاقاتونه او اړیکول په اړه د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر رپورټ کې په لاندیني لنک واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان پوځي او استخباراتي پلاوی اسلام اباد ته ځي