پاک - افغان تجارت دې د سیاسته لرې وساتل شي: حاجي دارو خان

د پاکستان او افغانستان د تجارت شریک سازمان یا چېمبر اف کامرس مرستیال مشر انجېنیر دارو خان د پاکستان حکومت لخوا د افغانستان نه راتلونکي سامانونو باندې ریګولېرټي ډیوټي یا ماليې ختمولو فیصلې هرکلی کړی او زیاتوي د دغه فیصلې سره به د دواړه هیوادونو خپل منځي تجارت ته ګټه ورسي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تیره ورځ د کابل په خپل یوه ورځني سفر کې د افغانستان اولسمشر اشرف غني سره د لیدو په مهال د دواړه هیوادونو ترمنځ یو شمیر لانجمنو ستونزو تر څنګ په تجارت هم خبرې اترې کړي دي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه د خپل دغه سفر وروستو د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقانو عباسي د پاکستان لخوا د افغانستان نه راتلونکي سامانونو باندې لږیدلې ریګولېرټي ډیوټي یا ماليې ختولو اعلان کړی.

د پاکستان افغانستان د تاجرانو ګډ سازمان یا پاک افغان چېمبر اف کامرس مرستیال مشر حاجي دارو خان تر مخه د دغه اعلان سره به د دواړه هیوادونو اقتصاد او خپل منځي تجارت ته ډیره ګټه ورسي.

ښاغلی دارو خان وي او ای ډیوه ته د پاکستان دغه فېصلې په اړه ویلي: ٫٫ د افغانستان نه راتلونکي تجارتي مالونه پاکستان ته ډیره ګټه رسوي، د پاکستان حکومت لخوا دغه ډیوټي یا ټېکس ختمول به دواړه هیوادونو ته ګټه ورسوي. مونږ د افغان حکومت نه هم تمه لرو چې په پاکستاني مالونو لګیدلي ټېکسونو ته به بیا کتنه وکړي.٬٬

د پاکستان وزیراعظم د جمعې په ورځ دافغان ولسمشر اشرف غني په بلنه دکابل په سفر تللی اؤ دغلته یې د ولسمشر غني سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې اترې کړي دي.

څه موده وړاندې د سوداګرۍ کارپوهانو وي او ای ډیوه ته په ځانگړې مرکو کې ویلي وو افغانستان سره د تورخم او چمن پولې پرلپسې تړل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي کرکیچ او ځینې سوداګر بیا د پاکستان حکومتي پالیسي یادوي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ یې تجارتي وضعه زیانمنه کړیده.

خان جان الکوزۍ، د پاکستان او د افغانستان د تجارت د چیمبر مشر، وي او ای ډیوه ته ویلي وو ٫٫د پاکستان سره د افغانستان په دوه اړخیز تجارت کې نیم په نیمه کمی راغلی دی او د شا او خوا درې ارب ډالرو کلیز کاروبار کچه اوس یو نیم ارب ډالرو ته راغورځیدلې ده. ٬٬

خان جان وړاندې ویلي وو د پاکستان سره په تجارت کې د مشکلاتو ورسته افغانستان اوس د هند، ایران او منځني اسیا د هیوادونو سره د تجارت زیاتولو هڅې کوي.

حاجي دارو خان وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې پاکستان د افغانستان سره په ورستیو کې گډه پوله تړلې وه نو هره ورځ پاکستاني کاروباریانو ته لږ تر لږه درې کروړه روپۍ زیان رسیدلو.

د افغانستان سره په تجارت کې زیاتره پښتانه کاروباریان بوخت دي او کله چې دغه کاروبار ودریږي نو زیات تاوان هم دوي ته ورسي.