مطبوعات او فعالان: د کرونا وبا په مهال په پاکستان کې د انساني حقونو سرغړونې زیاتې شوې

د پاکستان د بشري حقونو وزیره شېرین مزاري وايي موجوده حکومت پاکستان د انساني حقونو په نړیوالو معاهدو د عملدارۍ بهېر کې چټکتیا راوستي ده. د وزارت له خوا وېل شوي په زور د خلکو د بې درکه کېدو او د صحافیانو د زورونې په ضد به ډیر زر قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي

فعالان او مطبوعات وايي د کرونا وبا له وجی په پاکستان کی د انساني حقونو سرغړونې زیاتې شوي او په هېواد کې د تعلیم ،صحت او معاشي ستونزې نورې زیاتې شوي.

د انګریزی ژبي ورځپاڼې ډان د کرونا وبا له امله پېدا شویو ستونزو په باره کې په خپله اداریه کې ویلي په ملکي کچه شوي پرمختيایي کارونه په شاه تلي او د بشري حقونو په سرغړونو د پاکستان منفی تصویر دنیا ته ښکاره کېږي.

ډان وايي د حکومت د احساس پروګرام لاندې د خلکو په مشکلاتو کې تر څه حد پورې کمی کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیره شېرین مزاري وايي موجوده حکومت پاکستان د انساني حقونو په نړیوالو معاهدو د عملدارۍ بهېر کې چټکتیا راوستي ده.

د وزارت له خوا وېل شوي په زور د خلکو د بې درکه کېدو او د صحافیانو د زورونې په ضد به ډیر زر قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

د بشری حقونو کارکونکي وايي د کرونا وبا په مهال په نړۍ او په پاکستان کې خلکو بنیادي حقونه او شخصي آزادۍ تروړلي دي او خلکو تعلیم ، صحت او اقتصاد اغیزمن شوی دی.

په پېښور کې مېشته د انساني حقونو فعال قمر نسیم وايي په خېبر پښتونخوا کی د وړاندی نه د کورني تشدد کچه ۵۳ ده خو د کرونا وبا په مهال دغه تشدد نور هم زیات شوی. هغه وویل د حکومت ترجیحات د خلقو د ستونزو نه بدل دي او که دغه ستونزی هوارې نه کړی شوې نو په ټولنه به دا اثرات تر ډیر وخت پورې پاتې شي.

په پاکستان کی د بشري حقونو په اړه د ډان اداریه وایي د کال ۲۰۲۰ راهسی د کرونا له امله په پاکستان د بشري حقونو سر غړونې سېوا کیږی او دې سره معاشی انصاف ته زیان رسیدلی دی.

د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن په حواله ورځپاڼه وايي وائي د تعلیم او صحت په څانګو کی چې کوم پر مختګ شوی اقتصاد ته د زیان وروسته په شا تلی.

ورځپاڼه وايي د بینظیر انکم سپوړټ او احساس پروګرام لاندې حکومتي مالي مرستو دلارې د خلکو ستونزې کمې شوي هم دي.

په عمومي توګه د انساني حقونو ترڅنګ فعالان وايي د ماشومانو د حقونو صورتحال هم د کرونا وبا په مهال خراب شوی دی.

د ماشومانو د حقونو کارکونکی عمران ټکر وایي کرونا وبا ماشومان د یو شمېر خطراتو سره مخامخ کړي دي او د تعلیم او صحت ستونزې یې زیاتې شوي. هغه وویل د کورونو دننه ماشومان د تشدد سره مخامخ کېږي او د کورونو بهر ورته د لوبو سهولتونه تړل شوي دي چې ورسره ماشومان د ذهني ناروغو ښکار شوي دي.

عمران ټکر وايي یو ماشوم که کرونا نه دی ناروغه کړی بیا هم هغه د بلی ناروغۍ د پاره هسپتال ته نشي تللی، د هغه کلتوري ، مذهبی او د لوبو سهولتونه ختم شوي او د سیل ځایونه هم ورته بند دي نو دا ټول د ماشوم د بنیادی حقونو سرغړونه ده

ډان په خپله اداریه کې لیکلي د ۲۰۲۰ په وړومبو کی د پولیو د څاڅکو کار وځنډول شو او ماشومانو ته هغه د ۱۷ ناروغو خوراکونه ورنکړی شول کوم چې ماشومان د مختلفو ناروغو څخه بچ ساتی د ورځپانړی په وینا ددی باوجود پاکستان نړیوالې لوظ نامې لاس لیک کړی خو بیا هم په زور د بی درکه کولو او په میډیا قدغنونه دي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیره شیرین مزاري د سوشل میډیا د لاری ویلي چې دوه بلونه پارلېمنټ ته وړاندې کولی دپاره تیار دي یو په زور د خلکو د بی درکۍ خلاف او بل د صحافیانو د تحفظ دپاره قانوني مسوده ده