صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان د افغانستان د امن په موضوع خبرې کړي

وزیراعظم عمران خان او صدر اشرف غني

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اسلامي هېوادونو د تنظيم د غونډې په وخت د جمې په ورځ د افغانستان ولس مشر اشرف غني او د مصر د صدر عبدالفتح السيسي سره ليدل کتل کړي.
د وزيراعظم عمران خان دفتر وايې د پآکستان او افغانستان مشرانو د سيمې په کشالو مشرانو په افغانستان کې د صولې په عمل هم او په دوه اړخیزو تعلقاتو خبرې وکړي.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر نه جاري شوی بيآن وايې وزيراعظم عمران خان افغان ولس مشر ته يو وارې بيا د پرامنه افغانستان په لړ کې د پاکستان د مرستو ډاډ ورکړو او د افغانانو په مشرۍ کې د صولې خبرې اترې يې د افغانستان د مسلې يواځنۍ لاره وبلله.

وزيراعظم عمران خان وویل په راتلونکو ورځو کې د صدر غني پاکستان ته سفر به دوی ته يوه بله غوره موقع په لاس ورکړي چې د دواړو هيوادونو ترمينځه په سياسي، اقتصادي او امنيتي چارو نورې ژورې خبرې وشي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد د صدر اشرف غني او او د وزیراعظم عمران خان د ملاقات هرکلی وکړو. ښاغلي خلیلزاد په ټوېټر یو پېغام کې وویل د افغانستان او پاکستان ښه تعلقات په سیمه کې پرمختگ او رابطو ته وده ورکوي.

د افغان صدر سره د ملاقات نه وړاندې وزیراعظم عمران خان د مصر د صدر عبدالفتاح السيسي سره هم په دوه اړخيزه موضوعاتو خبرې وکړې.

او د دې ترڅنګ مسلمانې نړۍ ته په ورپېښو چېلنجونو ېې هم سره خبرې اترې کړي دي.

د سعودي عرب په مکه ښار کې روان د 57 اسلامي هېوادنو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبدالعزيز په بلنه راجوړه شوې وه چې مقصد يې په خليج عرب کې روان د ايران او امريکې ترمينځ تاؤ تريخوالي په تناظر کې د اسلامي هېوادونو يو والي ته دوام ورکول وو.
د اسلامي هېوادنو د تنظيم دوه ورځنۍ غونډه په مکه ښار کې د سعودي عرب په مشري کې روانه اونۍ کېدونکې د دريو مهمو غونډو ځينې يوه ده چې مقصد يې د ايران په ضد د اسلامي او خليجي هېوادونو يو مضبوطه ډله جوړول دي، سعودي عرب چې د امريکا نزدې اېتلافي دی غواړي چې په سيمه کې د خپل مخالفه شيعه ايران په ضد د امريکا سره ملګرتيآ وکړي او خپل ملګري هېوادونه هم په دغه ډله کې د ځآن سره ملګري کړي.

په منځني ختیځ کې د ايران او امريکا ترمينځه تاؤ تريخوالې زيات شوی دی امريکا په خليج کې خپله جنګي جازونه وړونکې بېړۍ ودرولې چې د ايران لخوا د ممکنه خطرو په وخت ځواب وکړي.

امريکا دغه ګام مياشت وړاندې په عرب اماراتو کې د سعودي د تېلو په دوه ټېنکرو د بريدنو ورسته پورته کړې امريکا د دغې بريدونو په شا د ايران لاس لري او د ممکنه خطرو د مخ نيوي په غرض يې په مينځني خطيز کې د 1500 پوځيانو په ځآۍ کولو فېصله کړې ده.

ايران وخت په وخت د آبناې هرموز د بندولو دهړکې هم کوي چې د نړۍ 35٪ تېل د دغې ځايه تېرېږي.