د افغان طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره ولیدل

د پاکستاني مامورینو او د افغان پلاوي غونډه

د پاکستان په سفر د افغان طالبانو یو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کېپه اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او عمران خان په دې موقع وویل چې پاکستان د افغانانو د خواهشاتو سره سم د خبرو دلارې د افغانستان د مسلې حل غواړي.

د عمران خان سره د طالبانو په لیدنه کې د پاکستان پوځي مشر جنرل قمرجاوید باجوه هم موجود و.

طالب پلاوی په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی دی چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد هم د پاکستان په سفر دی.

د اسلام آباد څخه د وي اوای ډیوې خبریالې رابعه پیر په خپل رپورټ کې وویل چې عمران خان د طالبانو پلاوي ته وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د امن په دپاره خپل کردار لوبه وي.

د عمران خان سره د ملاقات نه وړاندې طالب استازو د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د پاکستان د استخباراتو ادارې ايي اېس ايي مشر جنرل فیض حمید سره هم ولیدل.

د طالبانو سره د شاه محمود قرېشي د ملاقات په اړه د پاکستان خارجه دفتر په بیان کې وویل پاکستان په افغانستان کې د امن او مفاهمت د یو داسې بهیر ملاتړ کوي چې د "افغان ټولنې ټولې برخې" پکې شمولیت ولري. بیان کې د افغان حکومت ذکر نه دی شوی.

د پاکستان خارجه دفتر وویل چې دا لومړی ځل دی چې په قطر کې میشته د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي د پاکستان سفر وکړو.

د دې نه وړاندې هم سږ کال یو طالب پلاوی اسلام اباد ته تلونکی و خو بیا یې سفر وځنډیدو.

په دغه موقع وزیراعظم عمران خان ویلي وو که چېرې د طالبانو سره یې خبرې شوی نو غږ به یې پرې کولو چې طالبان دې د افغان حکومت سره هم خبرو ته کښېني.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالب پلاوي سره لیدنه کې عمران ترې د افغان حکومت سره د مذاکراتو غوښتنه وکړه او که نا؟

خو یوه ورځ وړاندې د افغان صدر ترجمان صدیق صدیقي په ټوېټر وویل چې "امن زمونږ ترجیح ده" خو په افغانستان سوله یوازې هلته راتللی شي چې د امن د کوښښونو "رهبري او ملکیت" افغان حکومت وکړي. "ترڅو چې افغان حکومت د سولې د بهیر ملکیت او رهبري ونکړي هیڅ پرمختگ پکې نشي کېدلی."

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د خبرو نه ډډه کړې ده خو د امریکې سره یې د تېر شا او خوا یو کال راهسې روانې خبرې ختمې شوې دي.

د پاکستان د خارجه وزارت بیان وویل چې د طالب استازو سره خبرو کې شاه محمود قرېشي امید څرگند کړو چې د امریکې او د طالبانو په مذاکراتو کې تعطل به ختم شي او دغه خبرې بیا پېل شي.

په اسلام آباد کې میشته د امنیتي چارو څېړونکي او د پاکستان پوځ پخواني جرنېل طلعت مسعود وي او ای ډویوه ته په دې اړه وویل چې د طالبانو سره خبرو کې ځنډ یوازې هله ختمیدی شي چې طالبان او امریکا دواړه د "لچک" یا د نرمۍ نه کار واخلي.

په کابل کې د سیاسي چارو څېړونکي انتظار خادم وویل اسلام اباد ته د امریکايي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د مشر مرکچي ملا برادر اخوند سفر مثبت پرمختگ دی او د سولې امید راپورته کوي. هغه وویل کله چې په پاکستان کې د امن خبرې کېږي نو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د امن د کوښښونو دپاره تگلاره برابرول کېږي.

یو بل افغان سیاسي څېړونکی کبیر رنجر وویل په پاکستان د طالبان د خبرو په نتیجه کې پکار ده چې په افغانستان کې وینه تویدل بند شي او افغانانو حقوق او "لاس ته راوړنې پکې هېرې نشي."

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د وي او ای ډیوه سره مرکه کې وویل مونږ ویلي (د افغانستان د مسلې) سیاسي حل پکار دی...او مونږ د کلونو راهسې وایو چې په افغانستان کې پوځي حل نشته." هغه وویل دا مسله دې د افغانانو په "مشرۍ او ملکیت کې" په خبرو هواره کړی شي.