څېړونکي: په افغان سوله کې د پاکستان رول اوس هم ډېر اهم دی

د افغانستان صدر اشرف غني تېره ورځ د پرمختیا د پروژو د پرانستې یو انلاېن غونډې ته د وېنا په وخت په ښکاره ډول ویلي وو چې د پاکستان لپاره د فېصلې ورځ ده چې افغانستان سره دوستي کول غواړي او که دشمني، دا د پاکستان په لاس کې ده

په پاکستان کې ځینې څېړونکي ګڼي چې په افغان سوله کې د پاکستان رول ډېر مهم دی او د دې باوجود چې طالبانو په استنبول کانفرنس کې د ګډون نه انکار کړی خو په افغان چارو نظر ساتونکي وايي اسلام ابادکولی شي چې طالبان بین الاافغان خبرو اترو او د ترکي غونډې ته راولي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی جرنېل او دفاعي څېړونکی طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان په طالبانو تر یو حده پورې اثر لري خو د کله نه چې امریکا د افغانستان د خپلو ځواکونو وېستلو اعلان کړی دی طالبان زړه ور شوي او ګڼي چې دوی په یو مضبوط ځای ولاړ دي او هم ځکه یې د استنبول په غونډه کې د ګډون نه انکار کړی دی.

طلعت مسعود وايي طالبان چې دا وخت په خپل دریځ کې څه قسمه نرمي نه ښايي د هغې وجه داده چې دوی فکر کوي اوس په یو داسې حېثیت ولاړ دي چې په نړۍ خپله خبره منلی شي.

خو په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو چارو د څانګې مشر او کارپوه ډاکټر عبدالشکور وايي چې په دې کې څه شک نشته چې پاکستان په افغان طالبانو ژور اثر لري.

د نړیوالو چارو څېړونکی عبدالشکور وايي پاکستان د دوحې په مذاکراتو کې په عملي توګه دا ښودلی ده چې په طالبانو اثر لري او اسلام اباد پخپله هم څو وارې دا ویلي چې د دوحې په مذاکراتو کې یې مرسته کړې او طالبان یې د امریکا سره خبرو ته کښېنولي دي.

د امریکا حکومتي چارواکو هم اکثره ویلي د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول اهم دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا خصوصي استازي زلمي خلیل زاد د طالبانو سره په دوحه کې د خبرو اترو په وخت نزدې د هر پړاو په موده کې د پاکستان سفر ضرور کړی دی او د پاکستاني چارواکو سره یې د ملاقاتونو وروسته هر وارې د مذاکراتو د کامیابۍ په اړه خوشبینۍ څرګندې کړي دي.

په 14 اپرېل د امریکا د بهرنيو چاروزير اېنتي بلېنکن په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ د مشر سره په ټيليفون خبرې کړې وې، په دغو خبرو کې هم د افغانستان د سولې د پروسې په تازه پرمختګ خبرې شوې وې.

د افغانستان حکومت دا دریځ خپل کړی چې طالبان د پاکستان په مرسته افغانستان کې بې ثباتي پېدا کوي، پاکستان کې یې شوراګانې موجود دي او د افغانستان د پاره د متوازي حکومت ټاکل شوي خلک او د کورنۍ غړي یې هم ساتي او دا چې دوی پاکستان کې ښه په ازادانه توګه ګرځي.

خو پاکستان د افغان حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په افغانستان کې د سولې حمایت کوي.

د افغانستان صدر اشرف غني تېره ورځ د پرمختیا د پروژو د پرانستې یو انلاېن غونډې ته د وېنا په وخت په ښکاره ډول ویلي وو چې د پاکستان لپاره د فېصلې ورځ ده چې افغانستان سره دوستي کول غواړي او که دشمني، دا د پاکستان په لاس کې ده.

دا خبرې په داسې وخت کېږي چې د اپرېل په 24 نېټه په ترکي کې د افغان سولې په اړه غونډه پېل کېږي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي څو ورځې وړاندې د متحده عرب اماراتو د سفر په وخت په ټوېټر بیان ورکړی وو چې د افغانستان د خارجه وزیر حنیف اتمر سره یې په ټیلي فون خبرې شوي او په دې سلا شوي چې طالبان به دې ته هڅوي چې د استنبول په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر هم په ټوېټر د پاکستانې همسیال سره د سولې په موضوع د طالبانو د قانع کولو د خبرو تائید کړی و.