جنرال (ر) ووټل: پاکستان دې د طالبانو پټ مرکزونه بند کړي او په مشرتابه دې فشار واچوي

د امریکا د پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنټکام پخوانی مشر، ریټایرډ جنرل جوزف ووټل چې اوس مهال امریکا کې د منځني ختیځ په څېړنیز انسټیټیوټ کې د قامي سلامتیا سېنیر څېړونکی دی، وایي چې امید دی پاکستان د افغانستان د امن و استحکام په چارو کې لا ډېر ګټور او د ملاتړ رول ولوبوي. هغه زیاتوي چې له افغانستانه د امریکایي قواوو د انخلا نه پس، دا ضروري ده چې امریکا له پاکستان سره د امن و استحکام په مسایلو کې تعلقات وساتي.

جنرال (ر) ووټل له وي او اې ډیوه سره په مرکه کې د پاکستان د لا زیاتو همکاریو مثالونه ورکړل او ویې ویل چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو مرکزونه بند کړي، د طالبانو په مشرتابه چې «پاکستان کې د پټو مرکزونو نه په افغانستان کې د حملو منصوبه بندۍ کوي» فشار واچوي، او د طالبانو مشران مجبوره کړي چې امن مذاکراتو ته راشي. د ښاغلي ووټل په باور، پاکستان اوس هم د طالبانو په مشرانو باندې ډېر زیات اثررسوخ لري.

د امریکا د پوځ دغه پخواني چارواکی وایي چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي امریکا دپاره دا فرصت له منځه یووړ چې ګني د ترهګرۍ ضد هڅو دپاره دې امریکا یا ائتلاف ځواکونه په پاکستان کې پوځي مرکز ولري، خو بیا زیاتوي: «زه په دې پوهېږم، خو په کار ده چې دا (د پاکستان انکار) مونږ د پاکستان سره له تعلقاتو ساتلو او د دې کار نه راونه ګرځوي چې پاکستان ته به دایم وایو چې یو با استحکامه افغانستان پخپله د هغوی (پاکستانیانو) په ګټه دی.»

پاکستان حکومت دا دعوه لري چې د افغانستان د امن په پروسه کې یې اهم کردار ادا کړی او طالبان یې د سولې مذاکراتو ته حاضر کړي دي، مګر جنرال ووټل وایي چې پاکستان کافي اندازه همکاري نده کړې. ووټل زیاتوي: «کله چې زه په پوځ کې وم، نو د پاکستان له پوځي مشرانو په خاصه توګه جنرال باجوه سره مې ډېر نږدې کار کاوه. مونږ کوشش کاوه چې هغه او پاکستان دې ته تشویق کړم چې [افغانستان کې] زمونږ د سولې د کوششونو ملاتړ وکړي. مونږ یو څه پرمختګ ولید، خو کافي نه و.»

د طالبانو مشران وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کې - ووټل وایي پاکستان اوس هم په طالبانو ډېر زیات اثررسوخ لري

د امریکا د سېنټکام پخواني مشر په باور، پاکستان ته په کار ده چې «د افغانستان د منتخب حکومت په ملاتړ کې او د عدم استحکام هغو فعالیتونو په مخنیوي کې چې رېښه یې د پاکستان په خاوره کې ده» مهم کردار ادا کړي، او که پاکستان په دې مشترکو اهدافو باندې اتفاق وکړي، نو بیا به امریکا په خوشحالۍ د هغو سره همکاري وکړي.

جوزف ووټل وایي، طالبان چې هرڅومره قوت په ځان کې لري، افغان حکومت باندې د فشار اچولو دپاره یې کاروي. هغه زیاته کړه: «ما ته ډېره روښانه خبره ده چې د امریکا او نړېوالۍ برادرۍ د زیاتو کوششونو سره سره، طالبان کوم ډول سیاسي جوړجاړي ته دلچسپي نلري. هغوی اوس هم په دې خیال دي چې خپلو اهدافو ته د جنګ د لارې رسېدلی شي.»

د ووټل په وینا، طالبان به خپل دا باور وساتي، لږ ترلږه د اوس وخت دپاره.

ریټایرډ جنرال ووټل په دې نظر دی چې د بهرنیو ځواکونو د انخلا نه پس به افغان پوځ او یا حکومت سمدستي ړنګ نشي، خو طالبان به کوشش کوي چې خپلو حملو ته دوام ورکړي. ووټل وایي، د افغانستان دفاعي ځواکونه، په خاص ډول افغان کومانډو، ډېره وړتیا لري او د طالبانو به ښه مقابله وکړي، مګر تشویش دا دی چې که په ډېره موده کې د دې ځواکونو ملاتړ ونشي، نو ممکن دا وړتیاوې کمې شي.