وزیراعظم شهباز شريف په افغانستان کې د پاکستان  د هوايي بمبارۍ په شوې پوښتنه غلی پاتې شوی

د پاکستان نوی منتخب شوی وزیراعظم شهباز شریف نن په رسمي سفر جگړه ځپلې سیمې شمالي وزیرستان ته ورغلی ؤ.

د ښاغلي شریف څخه هلته د ځايي مشرانو او د سیمې د منتخب غړیو په جرگه کې د نور پوښتنو تر څنگ دا هم وغوښتل شول چې په افغانستان کې د پاکستان د شوی هوايي حملې او په سیمه کې د روانې ترهگرۍ د پېښو سپیناوی دې وکړي.

د سېمې څخه د قامي اسمبلۍ غړي او د نیشنل ډیموکریټیک گوند مشر محسن داوړ چې پخپله په دغه غونډه کې موجود ؤ ډیوه ته وویل په دغو پښتنو ښاغلی شریف غږ او نه کړلو.

د محسن داوړ تر مخه د وزیراعظم نه په افغانستان کې د هوايي بمبارۍ د تحقیقاتو مطالبه ده هم وکړه او ځايي مشرانو هم وکړه خو ده پرې څه او نه ویل:

" وزیراعظم بد قسمتۍ سره په دې خبره څه تبصره او نه کړه"

ښاغلی داوړ وايي مشرانو چې کله په جرگه کې په موضوع خبره کوله نو په هغې دوران کې ده (شهباز شریف) وویل چې زه به تپوس کوومه ددې خبرې خو:

"په تقرير کې بیا هغه څه او نه وې"

ددې خبرې تصدیق په غونډو کې موجودو ځیني نورو کسانو هم وکړو ، یو ځايي مشر ډیوه ته وویل دويي تمه کوله چې وزیراعظم به په خپل تقریر کې په افغانستان کې د بمبارۍ په موضوع ددويي په غوښتنو ښکاره خبره اوکړي خو هغه څه هم و نه ویل.

د وزیراعظم د تقریر په وخت هغه ځای کې د ازادو مطبوعاتو د کیمرو اجازت نه ؤ او نه د وزیراعظم دفتر یا د پاکستان قامي نشریاتو تر اوسه په دې لړ کې څه تفصیل جاري کړی دی.

خو د پاکستان د باندینو چارو وزارت ددې پېښې په هکله ویلي وو چې پلټنې به یې کوي.

په 17 اپرېل په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي وو چې د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده.

البته ځیني پاکستانۍ مطبوعاتو کې د امنيتي سرچينو له قوله ویل شوي، په وروستيو کې چې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې کوم بريدونه کړي، د ډرون د لارې يې کړي وو. بل لور ته د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې بيا په دغه موضوع بحث شوی دی.

د محسن داوړ تر مخه ده وزیراعظم ته په سیمه کې د روانې ترهگرۍ او پوځي عملیاتو په هکله هم خواستونه وکړل، خو دغې غوښتنو ته هم وزیراعظم سپين ځواب نه دی ویلی:

"دومره حده پورې یې وویل چې د وزیرستان اولس ډېرې قربانۍ ورکړي دي خو پالیسي سټیټمینټ (تگ لارې بیان) یې ور نه کړو"

د افغانستان او پښتنو په سیمه کې د مشکلاتو په هکله چې کله د وزیراعظم په خاموشه کیدلو د هغويي د اتحادي عوامي نیشنل گوند سینیر نایب صدر او د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير او امیر حیدر خان هوتي څخه پوښتنه شوه نو هغه وویل خاموشي مسلې حل کولی نه شي. امیر حیدر خان هوتي د ډیوه سره په ځانگړې مرکه کې وویل:

"خاموشي مجرمانه غفلت دی"

د ښاغلي هوتي تر مخه، خاموشي ددې علاج نه دی عمل کول غواړي:

"خو دا به د دواړو خوا پکار وي، د پاکستان واکداران به هم عمل کوي او د افغانستان واکداران که هر څوک وي به هم عمل کوي"

هغه وویل کله چې په سیمه کې تر هگري شورو شوه نو هم پرې خلک خاموشه ؤ خو د هغه په خیال دې خاموشئ تباهي جوړه کړه.