د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانت په خواست هايي کورټ کې اورونه ونشوه

علي وزیر او محسن داوړ

د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په ضمانت د ازادۍ دپاره په پېښور هايي کورټ کې د خواست اورونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ټاکل شوي وه خو عدالت ته د مقدمې دستاوېزات د نه رسېدو له امله اورونه وځنډېده.

علي وزیر او محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران هم دي په پوځ د حملو او اړي گړي راپارولو په الزاماتو کې بندیوان دي او په بنو کې د ترهگرۍ پرضد په یو عدالت یې په ضمانت د ازادۍ دپاره خواست رد کړی دی.

د دوی د دفاع کونکو وکیلانو په ډله کې لطیف افریدی هم شامل دي، هغه وي او ای ډیوه ته وویل چې هايي کورټ د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانت خواست اورونې دپاره اوس د سپټمبر دریمه نېټه وټاکله.

په دې اړه نور تفصیل پېښور څخه د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د علي وزیر او محسن داوړ په ضمانت د ازادۍ دپاره د خواست اورونه ونشوه