فواد چوهدري:د ایي ایس ايي دمشر په ټاکنه دوزیراعظم اؤ جنرال باجوه ترمنځ دسلا عمل سرته رسېدلی

د تیرو څو ورځو راهسې مطبوعاتو کې د حکومت او پوځ تر منځ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي د مشر د ټاکنې پر معامله د اختلاف له ګنګوسو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي پر دغه معامله د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه تر منځ د سلا عمل ترسره شوی اؤ د نوې ټاکنې عمل پیل شوی دی.

خو هغه په دې اړه دخپل ټویټر بیان کې څه نوم مخې ته نه د راوړی چې د ایي ایس ایي نوی مشر به څوک وي؟

تیره اوونۍ د پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار اعلان کړی ؤچې لیفټیننټ جنرل ندیم احمد انجم د ایي ایس ایي نوی مشر او لفیټیننټ جنرل فیض حمید د پیښور کور کمانډر ټاکل شوي دي-

خو د حکومت له اړخه د ایي ایس ایي د نوي مشر د ټاکنې په اړه تر اوسه اعلامیه نه ده خپره کړل شوې چې له سوبه یې د سول او عسکری مشرانو تر منځ پر دغه معاملې د اختلاف خبرو د تیرو ځو ورځو راهسې پر سوشل میډیا سر راپورته کړی دی-

د واکمن ګوند تحریک انصاف یو وتلي مشر عامر ډوګر شخصي ټیلې ویژن سما نیوز سره خبرو کې تیره ورځ ویلې وؤ چې د افغانستان د حالاتو له امله وزیراعظم غوښتل چې لیفټيننټ جنرال فیض حمید د څه نورې مودې دپاره د استخباراتي ادارې مشر وي خو اوس به ټاکنه د سلا تر مخه کیږي-

مشر جرنلسټ مظهر عباس ډیوه ته وایي د حکومت د بیانونو سربیره معلومه نه ده چې دایي ایس ایي نوی مشر یا ډي جي به څوک وي اؤ دا ښایي چې د ایي ایس ایي د مشر د ټاکنې معامله اوس هم نه ده هواره شوې-

هغه وویل که چرې معامله د طریقه کار وه نو پکار ده چې د ایې ایس پې ار د بیان وروسته په سمدسې توګه هواره کړی شوې وای، خو ځنډ څرګندوې چې پر دغه معامله اختلاف زیات دی-

هغه وویل په پر سوشل میډیا روانې خبرې یوازې ګنګوسې نه وي.

مظهرعباس زیاتوي که چرې د نوې سره د لیفټیننټ جنرال ندیم انجم د ټاکنې نوټیفیکیشن د وزیراعظم د ماڼې له اړخه جاري کړی شو نو په دغه معامله قابو موندل کیدای شي-

تیره ورځ د کابینې غونډې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدری د حکومت او د پوځ تر منځ د اختلافاتو راپورونه رد کړي وؤ او ویلي یې وؤ چې د ایي ایس ایي د نوي مشر لیفټیننټ جنرل ندیم احمد انجم د ټاکنې معامله هواره شوې او وزیراعظم ته د قانون او ائین تر مخه د استخباراتې ادارې د مشر د ټاکنې واک تر لاسه دی-

د قانون پوهانو وینا ده چې دایي ایس ایي دمشر یا ډایریکټر جنرل د ټاکنې طریقه کار نه خو په ائین کې او نه په ارمې ایکټ کې شته-

ایي ایس ایي کې پوځې او سویلین کسان دنده ترسره کوي خو د شورو څخه د وزیراعظم د واک لاندې یو اداره ګرځولې شوې- او د روایت تر مخه وزیراعظم د ادارې د مشر ټاکنه کوي-