د پاکستان د پوځ مشر، جنرل قمر جاوید باجوه، د فاټا قبایلي سیمو له یو شمیر ځوانانو سره کتلي او هغو ته یې په خیبرپښتونخوا کې د فاټا د ورگډېدو مبارکي ورکړې ده.
د پوځ مطبوعاتي څانگې یو بیان جاري کړی چې له مخې یې، په دې لیدنه کې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال باجوه، له خیبرپښتونخوا صوبې سره د فاټا د یوځای کیدلو پر وروستۍ فیصلې له د فاټا د ځوانانو له جرگې سره خبرې کړي او هغو ته یې ویلي چې دا کار به، د دایمي سولې، ثبات، او ټولنیز او اقتصادي پرمختگ لپاره لاره پرانیزي.
د پوځ مشر زیاته کړې چې ریاست، د ترهگرۍ او افراطیت له منځه وړلو ته کلک عزم لري، خو ځوانان هم په دې کې خاص کردار لري. د پوځ د بیان په حواله، په غونډه کې گډونوالو ځوانانو هم له جنرل باجوه نه مننه کړې چې په خیبرپښتونخوا باندې د فاټا د ورگډولو په کار کې یې هلې ځلې کړي دي.
د مهمند ایجنسۍ یو ځوان، ارشاد صافي، د دې غونډې نه پس، د پوځ په جي اېچ کیو کې وویل: "زه نن د فاټا د ځوانانو د جرگې، او د قبایلي خلکو له طرفه، د پوځ له مشره مننه کوم چې هغه اویا کاله وروسته هغه تاریخ چې جوړ کړ، موږ به یې ټول ژوند احسانمند اوسو."
د پښتون ژغورنې غورځنگ څه وایي؟
د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مشر، علي وزیر، وایي دا چې د پوځ مشران له ځوانانو سره گوري، دا ډېره ښه خبره ده او دوی یې ستاینه کوي، خو زیاتوي چې پوځ ته په کار ده چې د فاټا د پښتنو له حقیقي استاځو سره وگوري.
علي وزیر، امریکا غږ ډیوه ته وویل چې د پوځ له مشر، جنرال باجوه سره لیدنې ته کوم نامتو کس نه و ورغلی، او د پوځ سره هلته چې څومره خلک و، نو "یا به د سپین خان په شکل کې موجود وي، یا د سلیم صافي په شکل کې موجود وي، یا به د عمر خان په شکل کې موجود وي."
علي وزیر وویل چې د پاکستان پوځ پر پښتنو باندې ظلمونه کړي او "اوس چې پر دوی باندې کوم خوف راغلی دی، ولې چې موږ د دوی پوښتنه کوو، نو د هغه خوف د ورکولو لپاره، دوی دغه ډرامې شروع کړي دي."
د پښتون ژغورنې غورځنگ دغه مشر، له ځوانانو سره د پوځ د لیدلو چارې هسې د خلکو غولول وبلل او یاده یې کړه چې د 9/11 وروسته هم پوځیانو د ځوانانو او مشرانو دغسې غونډې او مرکې راغوښتې وې، خو د هغو ټولې وعدې تشې پاته شوې او عمل یې پرې ونه کړ.
په داسې حال کې چې د پوځ مشر، جنرل قمر جاوید باجوه، له یو شمیر ځوانانو سره په لیدنه کې، هغو ته په فاټا کې د ترقۍ او سهولتونو د پیل زیری ورکړی، د پښتون ژغورنې غورځنگ یو بل مشر، محسن داوړ، په خپل تویټر کې لیکلي چې د پاکستان پوځ د نامعلومو دلایلو پر بنیاد، په میرانشاه کې د پاکستان د ټیلي کمیونیکیشن کمپنۍ د ایکسچنج یا د ارتباطاتو د مرکز ټول لاینونه بند کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنگ وایي چې له ریاست سره د مذاکراتو ترڅنگ به، غونډو او نورو هلو ځلو ته هم دوام ورکوي. محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې له ریاست سره یې د مذاکراتو لپاره، یوه جرگه ټاکلې چې په کې د پاکستان د هرې سیمې د پښتنو استاځي شامل دي.
د غورځنگ مشر، منظور پشتین، هم اعلان کړی چې د وړوکي اختر پر درېیمه ورځ به په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ام بله جلسه وي.