په کوئټه کې چاودنه ـ د مړو شمېر څلورو او د ټپیانو هغې دوه دېرشو ته ورسېد

چاودنه په میزان چوک کې شوې ده

د بلوچستان په سرښار کوئټه کې نن د نهې/سې شنبې په مازدیگر بمي چاودنه وشوه چې له امله یې پولیسو او عامو وگړو ته مرگ ژوبله اووښتې ده.

د کوئټې سېول هسپتال د مړو او زخمیانو لست خپور کړی چې له مخې یې، د نن ورځې په چاودنه کې څلور تنه مړه او ٣٢ نور زخمیان شوي دي.

د سېول هسپتال مشر سلیم آبړو ویلي چې په څلورو مړو شویو کسانو کې، یو یې پولیس دی او په زخمیانو کې هم پولیس او عام خلک شامل دي. سربیره پر دې، ویل شوي چې د څلورو تنو زخمیانو حال خراب دی.

د زخمیانو او ټپیانو خپور شوی لیست

دا چاودنه د کوئټې باچا خان چوک ته نږدې د لیاقت بازار په میزان چوک کې شوې ده. د بلوچستان ایالت د پولیسو مشر محسن حسن بټ ډېوه نیوز ته ویلي چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و او هدف یې د پولیسو یو گاډی و.

تر اوسه د دې برید زمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال آلیاني د نننۍ بمي حملې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د ټپیانو درمنلې ته دې پاملرنه وشي.

د بلوچستان د داخله چارو وزیر، میرضیا لانگو د پیښې رپوټ طلب کړی او غوښتي یې دي چې د پیښې پلټنې دې وشي.

په بلوچستان صوبه کې په ټیټه سطحه د تشدد پیښې رامنځته کیږي چې یا یې عاملین جلا غوښتونکي بلوڅان وي او یا هم اسلامي تندلارې ډلې چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو کله ناکله حملې کوي.