د پاکستان بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي په ایالت کې د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۵۴ ته سېوا شوې چې پکې شپاړس د ایالت ځايي خلک او پاتې نور د ایران نه ورغلي شیعه زایرین دي.
د نړۍ د نوروهیوادونو په څېر پاکستان کې هم د کرونا ناروغانو شمیره په سیوا کیدو ده. په پاکستان کې کرونا وایرس دلاسه د مړو شمېر ۲۴ رسیدلی دی او په ملک کې ۱۷۳۱کسان دې وایرس وهلي دي. بلخوا، وزیراعظم عمران خان تیره ورځ ویلي په هېواد کې په حرکت مکمله پابندي یا لاک ډاون به د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې کامیاب ګام نه وي.
د ایران او افغانستان سره په پله پرتې بلو چستان کې ھم د کرونا د مریضانو په شمېر کې زیاتوالی راروان دی او په تیرو لسو ورځو کې شپاړس تنو کې د کرونا وایرس پخلی شوی.
د بلوچستان حکومت ایالتی ویاند لیاقت شاہواني تیره شپه پر خپل ټویټر لیکلي: ٫٫ نن په بلو چستان ایالت کې دوہ نور د کرونا وایرس کیسونه رپورټ شوي چې ټوله شمېره ورسره یو سل چلورپنځوس تهورسیده.٬٬
ښاغلي شاہواني لیکلي د یو زر اته سوہ پنځوس شکمونو تنانو د کرونا وایرس ټیسټونه یې کړي چې یو ۱۵۴ پکي مثبت دي، د شاہوني په خبرہ د کرونا په ناروغانو کې ۱۳۸ له ایرانه څخه راغلي شیعه زیارت کونکي او ۱۶ ځایي خلک دي.
د کوټې د فاطمه جناح چیسټ اینډ جنرل روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل و ډیوہ ته ویلي په ځایي ناروغانو کې څلور ډاکټران ھم شامل دي چې د علاج لپارہ قرنطینه شوي دي.
تر دې وړاندې د ایالت اعلا ویز جام کمال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي “د کوټې په شېخ زاید روغتون کې د کرونا وایرس مثبت قرنطین شوو ۱۷ مریضانو ټیسټ له چورلسو ورځو قرنطین پس منفي راغلی”.
د ډاکټر موساخېل په خبرہ یو ماشوم او یوہ پیغله له چورلس و ورځو قرنطین ورستو خپلو کورونو ته لېږل شوي او د کومو ۱۷ کسانو چې ټیسټ منفي راغلی ھغه کسان لا په شیخ زاید روغتون کې بستر دي.
د بلوچستان د صحت د محکمې له لوري په خپارہ شوي راپور کې لیکل شوي چې د ایران او پاکستان سرحدي ښار تفتان په کې ۲۰۶ او په کوټهکې ۱۶۶ تنه قرنطین دي ،د قرنطین تنو اوسنیشمېر ۳۷۰ دی.
په بلو چستان کې د کرونا وایرس یو مریض مړہ شوی چې د کوټې اوسیدونکی وو.
په راپور کې لیکل شوي د ۱۷۷۱ شکمنو خلکو د وینو ټیسټ یې کړی چېد ۱۵۵۴ تنو ټیسټونه منفي راغلي ، د ۶۲ تنو رپورټونه راتلونکي دي.