په بنو کې د پولیو ټیم په حفاظت مامور پولیس ووژل شو

ه دي وړاندي هم په خېبرپښتونخوا کې پوليو ټيمان په نخښه شوي دي۔ د کال ۲۰۱۲ راهسې يواځي خېبرپښتونخوا کې ۷۷ د پوليو مهم په دوران سيکيورټي ځواکونو او پوليو کارکونکو ژوند د لاسه ورکړی دی

په بنو کې د پوليو ټیم په حفاظت مامور یو پولیس افسر په ډزو وژل شوی دی۔ تير کال د هغه رور فخرزمان هم د ډيوټې په مهال په ډز ويشتل شوی و۔

د پولیس او نورو سرچينو ترمخه پولیس کارکوونکی اخېر زمان د پوليو مهم په مهال په ډيوټۍ و چې په جنډوخیلو سیمه کې په موټر سايکل سورو دوو نا معلومه وسله والو په ډزو وويشتلو۔

په ډزو زخمي شوی پولیس افسر خليفه ګلنواز هسپتال هسپتال ته د منتقل کېدو په مهال ساه ورکړه۔

پولیس وايي د پېښې وروسته پوليس پلټنې پيل کړي دي خوتراوسه یې څوک نه دي نیولي۔

وي اوای ډيوه د بنو پوليس مشر وسيم رياض سره د پېښې په رسمي ډول د معلوماتو ترلاسه کوولو دپاره د رابطې بيابيا کوشش وکړو خوبريالي نه شوو۔

دپيښې په اړه ځایي خبريال محمد وسيم وي او ای ډيوه ته وويل چې مړ وژل شوي پوليس اهلکار هيڅ قسم ذاتي دښمني نه لرله او تېر کال د هغه ورور چې په اېف سي کې و هم د بنو په سبزي منډۍ سيمه کې په ډزو وژل شوی و۔

محمد وسيم وايي " د فکر وړ خبره ده چې تيري شوي پېښې تفصيلات هم لا مخې ته نه دي راغلي۔ مړ شوې دواره پوليس ځواکونه د ډيوټي په جامو کې ويشتلی شوي دي۔ پوليس وينا مطابق دا پېښې ترهګرۍ قانون لاندي درج کيږې۔ او ننۍ پيښه هم د ترهګرۍ پېښه۔ خو له دي وړاندي پوليس محکمې ته يا مړ شوي اهلکار ته هيڅ قسمه دهړکه نه وه ملاؤ شوی۔ د پوليس وينا ترمخه دا يوه ترهه ګرۍ پېښه ده"۔

تر دي دمه د پېښې پړه کوم تنظيم نه ده قبوله کړې۔ له دي وړاندي هم په خېبرپښتونخوا کې پوليو ټيمان په نخښه شوي دي۔ د کال ۲۰۱۲ راهسې يواځي خېبرپښتونخوا کې ۷۷ د پوليو مهم په دوران سيکيورټي ځواکونو او پوليو کارکونکو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

تير شوي پوليو مهم په دوران بنو داؤد شاه سيمه کې زنانه پوليو کارکوؤنکې ماشومانو ته پوليو څاڅکو اچولو نه منع کړئ شوې وې۔ په خېبرپښتونخوا کې بنو د پوليو وايرس څخه تر ټولو زياته اغيزمنه سېمه ده۔

بلخوا د بنو ضلعې مرستيال صحت افسر ډاکټر حميد الرحمان وایي په سېمه کې پوليو کېمپين روان دی او خپل هدفي ماشومان به ټاکلي شوی ورځو کې واکسين کولی شي۔

حميد الرحمان وایي " د سيکيورټي کلک ګومونه پورته شوي دي۔هرپوليو ټېم سره دپوليس يو اهلکار موجود وي۔ مونږ ته د امنيت خطر په اړه هيڅ دهړکه نه ده ملاؤ شوی"۔

د پېښي روسته بنوکې امنيت ساتلو لپاره سيکيورټي کلک ګامونه پورته کړی شوي دي۔ د ځائي صحت محکمې وينا ترمخه بنو کې به پوليو مهم دوام لري او تاګلي شوي هر ماشومان ته به پوليو قطری اچولی شي۔