پاکستان د صحافیانو دپاره خطرناک ملک ګڼل کېږي، په هېواد کې سږ کال تراوسه ۱۱ خبریالان وژل شوي دي

د کال ۲۰۲۳ د می په دریمه نېټه خبریالان په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت مظاره کوي

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي او داسې ګڼل کېږي چې ۲۰۲۴ به صحافیانو د وژنو په لحاظ تر ټولو خونړی کال وي.

پاکستان د دې تنقید سره مخامخ دی چې خبریالان په کې په مبینه توګه په بې دریغه ډول قتل کېږي او د صحافیانو قاتلان د انصاف سره نه مخامخ کېږي چې له امله يې هېواد د مطبوعاتو د کارکوونکو دپاره د نړۍ د خطرناکو ملکونو څه یو ګڼل کېږي.

د خبریال د وژنې په تازه پېښه کې صحافي نثارلهري د سېپټمبر په څلورمه نېټه وسله والو د بلوچستان په مستونګ ښار کې د خپل کور سره نږدې په ډزو ووژلو. پولیس ته د هغه د قتل په اړه د ورکړی شوي بیان ترمخه، هغه په سیمه کې د مجرمانه عناصرو په باره کې خبرونه ورکول او هم د دې په سر ووژل شو. لهړي د مقامي پرېس کلب سېکرېټري هم و.

د لهړي نه مخکې، د اګست په ۲۷ نېټه، د اواز ټېلې وېژن خبریال محمد بچل ګونیو د سند صوبې په ګهوټکي ښار کې ووژل شو. د هغه کورنۍ پولیس ته ویلي د خبرنګارۍ په سر وژل شوی دی. پولیس د ګونیو د قتل په لړ کې یو مشکوک تن د نیولو او په قتل استعمال شوي وسله ترلاسه کړې ده.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي غېر حکومتي تنظیم فریډم نېټ ورک چې په اسلام اباد کې دفتر لري، د لهړي او د ګونیو د وژنو نه مخکې يې په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د نهو خبریالانو وژنې ریکارډ کړې وې چې په کې یوټیوب د یو چېنل کوربه هم شامل دی.

د فریډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وي او ای ته وویل هر خبریال د خبرونو ورکولو په وخت خپل تحفظ په اړه تشویش لري او په داسې حال کې د یوټیوبر په شمال ۱۱ خبریالان وژل شوي دي دا صحافیان په ویره کې مبتلا کوي.

پاکستاني چارواکي په ملک کې زیاتېدونکي ترهګري په خبریالانو د حملې ذمه واره بلي.

خو ناقدین دا دعوې ردوي او دې خبرې ته توجه ګرځوي چې زیاتره خبریالان په سند او پنجاب صوبو کې وژل شوي دي چې د ترهګرۍ ځپلو صوبو خېبرپښتونخوا او د بلوچستان په مقابل کې پرامنه دي.

که یو خوا د پاکستان په پوځ او استخباراتی ادارو په عامه توګه دا الزام لګول کېږي چې په سیاست کې د ککړتیا په سر په دوی د تنقید کوونکو خبریالانو په ضد تشدد راپاروي نو بلخوا په سند او پنجاب صوبو کې په بااثره زمېدارانو او سیاستدانانو په صحافیانو په تشدد کې د ککړتیا الزام لګول کېږې چې احتساب یې نه کېږي.
د خټک وویل سیاسي بې ثباتي او د انصاف نه کېدل د خبریالانو خلاف تشدد ته دوام ورکوي او په دې تشدد کې د ککړو عناصرو فهرست اوږد دی.

د پاکستان د اصلاعاتو وزیر عطا تارړ د خالي، شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل حکومت په څلورو واړو صوبو کې د مامورینو سره صحافیانو ته د ورپېښو مشکلاتو د هوارولو دپاره کار کوي.

د وي او ای د پوښتنې په جواب کې تارړ وویل په سند صوبه کې پېښې شوې دي او ځینې خلک خپل سیاسي اثراو رسوخ په استعمالولو د داسې ډول کېسونو نه ووځي.

د خبریالانو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د لهړي او د ګونیو په وژنه د خفګان اظهار وکړو او د پاکستان نه يې غوښتنه وکړه چې په قتلونو کې ککړ کسان دې ونیول شي او د خبریالانو په ضد تشدد دې ودروي .
د اېشیا چارو دپاره د سي پي جی رابطه کارې بېن لي يي وویل مطبوعات په پاکستان کې صحافت په وړاندې نه بوتلی تر څو چې حکومت او امنیتي ادارې خبریالانو خلاف د بې دریغه تشدد مخه و نه نېسي.

د خبریالانو بل تنظیم رېپورټرز ود اوټ بارډرز په پاکستان غږ وکړو چې په هېواد کې په مطبوعاتو د زیاتېدونکو قدغنونو مخه دې ونېسي.

د ار اېس اېف د اېشیا د څانګې مشرې سسېلیا مرسر وویل په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ ګڼ شمېر خلاف ورزۍ د تشدد ماحول او د سېنسرشېپ عزم څرګندوي چې د سیاسي پارټیو د انتخابي منشورونو او د صحافیانو ملاتړ په اړ د وزیراعظم شهبازشریف د بیانونو سره سمون نه خوري.

مرسر د جون په میاشت کې په یو بیان کې وویل پاکستان د مطبوعاتو د کارکوونکو دباره د دنیا د خطرناکو ملکونو څخه یو دی او په دې لړ کې د انصاف نه کېدو کچه بوږنونکي ده.

تر دې میاشت پورې په مېلینونو پاکستانیان فېس بک، وېټس اېپ، انسټاګرام او د سوشل ميډیا نورو پاڼو ته په لاس رسي کې د تعطل سره مخامخ وو.

د پوځ حمایت یافته د وزیراعظم شهبازشریف په حکومت الزام لګول کېدو چې د سیاسی مخالفت یا سیاسي اړي ګړي د مخنیوي دپاره يې په ملک کې انټرنېټ ورو کړی و.

پاکستاني چارواکو دغه الزامات ردول او په سمندر کې په کېبل کې نقص يې د انټرنېټ د سست روۍ ذمه وار بللو.
د اګست په ۲۸ نېټه پاکستان ټېلې کمیونېکشن اتارټي اعلان وکړو چې کېبل د اکتوبر د میاشت پورې سم کړی شي خو تر هغې به انټرنېټ ورو وي.