برطانوي هوايي کمپنۍ د ١١ کاله ځنډ وروسته پاکستان ته پروازونه پېل کړل

د گل، دوشنبې، په ورځ د برټش ایروېز ٧٨٧ جهاز د اسلام آباد په نوي هوایي اډه ښکته شو. په جهاز کې ٢۴٠ مسافر سواره وو

د برطانيي هوايي کمپنۍ برټش ایروېز د ١١ کاله ځنډ وروسته د گل، دوشنبې، په ورځ پاکستان ته د مسافرو پروازونه پېل کړل.

په کال ٢٠٠٨ کې د اسلام آباد په مېریټ هوټل د حملې وروسته برټش ایرویز پاکستان ته پروازونه ځنډولي وو.

په امریکا کې د کال ٢٠٠١ وروسته په پاکستان کې د امنیت د کړکېچنو حالاتو لامله زیاترو غربي هوايي کمپنو پاکستان ته پروازونه ځنډولې دي.

برټش ایروېز لومړنۍ غربي هوايي کمپني ده چې پاکستان ته یې پروازنه بحال کړل.

د گل، دوشنبې، په ورځ د برټش ایروېز ٧٨٧ جهاز د اسلام آباد په نوي هوایي اډه ښکته شو. په جهاز کې ٢۴٠ مسافر سواره وو.

د برټش ایرویز پرواز مسافرو او عملې ته د هرکلي دپاره د پاکستان د هوا بازۍ وزیر غلام سرور خان، د پاکستان د حکومت ځینې نور چارواکي او په اسلام اباد کې د برطانيي هايي کمشنر تامس ډریو د اسلام اباد په هوايي اډه موجود وو.

غلام سرور خان مطبوعاتو ته وویل برټش ایروېز او نورو غربي هوايي کمپنو په پاکستان کې د امنیت د غیریقیني حالاتو په وجه پروازونه ځنډولي وو خو اوس حالات ښه شوي دي. هغه د برطانيي خبري ادارې بي بي سي ته وویل د برټش ایروېز نه پس نورو هوايي کمپنو هم پاکستان سره د پروازونو بیا شروع کولو دپاره رابطې کړې دي.

غلام سرور وویل د برټش ایروېز د پروازونو پېل کېدو سره به په نړیواله کچه د پاکستان د تنهايي هم ختمه شي.

تامس ډریو په دې موقع وویل د برټش ایروېز د پروازونو په نتیجه کې به د پاکستان او برطانيي تعلقاتو نور هم ښه شي. هغه وویل په نژدې کلونو کې په پاکستان کې د امنیت په صورتحال کې بهتري شوي ده.

د برټش ایروېز د پرواز په اړه د اسلام آباد څخه د وي او ای ډیوه خبریالې اربعه پیر رپورټ:

Your browser doesn’t support HTML5

اسلام آباد ته د برټش ایروېز پروازونه پېل شول