په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله یوځل بیا سکولونه تړل شوي

د پنجاب او خېبر پښتونخوا وروسته د سند په بیلا بیلو برخو کې هم د اپریل تر ۱۵ نیټې پورې سمارټ لاک ډاون لګولې شوی

د کرونا وایرس د زیاتېدونونکو شمېرو له امله په پاکستان کې تعلیمي ادارې یو وارې بیا تړل شوي دي او نېشنل کمانډ اینډ آپریشن ادارې د وایرس په بیا زیاتېدو تشویش څرګند کړی دی.

په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې حکومتي مامورینو د کرونا وایرس په ضد د احتیاط نه کونکو په ضد د عملیاتو تجویز شوی دی او وېل شوی که چېرې په احتیاطی هدایاتو تعمل ونه شو نو د سیل ګرې ځانګه به هم وتړل شي-په غونډه کې دا خبره هم څرګنده شوې چې د کرونا څخه د ۵۵ ٪ رنځوارنو تعلق د پنجاب صوبې سره دي-

وفاقې وزیر اسد عمر وایی: د برطاني څخه راغلی وایرس په تیزۍ خوریږې او مرګونه هم ترې زیات کیږې- چې له سببه په پاکستان کې د تیرو څو هفتو راهسې د مړو شرح د تیر کال په لومړۍ اتو او سلو میاشتو کې مخې ته راتلونکې د هغه شرح څخه هم زیاته ده، کله چې دغه وایرس په لومړې ځل خورشوې وو- - دوې د زیات عمر کسانو څخه د کرونا څخه د بچ کیدو د پاره د ویکسین لګولو خواست هم کړي-

د سرکارې شمیرو تر مخه په تیر شواروز کې د ۲۲۵۳ نورو کسانو کې د وائرس پخلې شوې او د دې له سببه ۲۹ کسان مړه شوې هم دې-

طبې پوهان د کرونا په تیرې سره د خوریدو سبب د خلکو بې احتیاطی او غیر سنجیدګې بولي.

په اسلام آباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل سائنسز ډاکټر فضل ربې ډیوه ته وايی- د دې بنیادې وجه دا ده چې موږ کې سنجیدګې نښته- که چېرې تاسو بازار ته لاړ شۍ نو ډیر کم یو یا دوه کسان به وې چې ماسک به یې اچولې وې- کله چې مونږ احتیاط نه کولو نو د کرونا پر وبا به قابو مندل ګران وي-

د کرونا د دغه دریمې څپې د مخ نیوې د پاره په ټول هیواد کې د نن یعنې د مارچ د ۱۵می نیټې څخه سکولونه وتړل شوو-

د پنجاب او خېبر پښتونخوا وروسته د سند په بیلا بیلو برخو کې هم د اپریل تر ۱۵ نیټې پورې سمارټ لاک ډاون لګولې شوی-

په پنجاب کې بازارونه ماشام شپږو بجو پورې او خیبر پښتونخوا کې به تر ماشام اته بجو پورې خلاص وي د اسلام آباد کې دفعه ۱۴۴ لګولې شوې ده- د جمعې ، هفتې او اتوار په ورځ به بازارونه او پارکونه تړلې وي-

په هالونه کې په ودونو او ریسټورانټونو کې پر خورا کونو او پر میلو د وړاندې څخه په مکمله توګه بندیز لګولې شوې دي-

د سرکارې شمیرو تر مخه تیر کال د فرورۍ د میاشتې راهسې د کرونا څخه په پاکستان کې تر اوسه ۶ لکه څخه زیات کسان رنځوران شوې او د ۱۳ زره څخه زیات کسان د دغه وائرس څخه مړه شوې دې چې پکې زیاتره د ۶۱ کلو څخه د زیات عمر کسان دې