جنرل قمر جاوید باجوه: پوځ د ملکي اېین او د قامي ګټو لاندې ګامونه پورته کوي 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وویلي، پوځ‌ به د ملکي قانون او آیین د ورکړل شوو هدایاتو لاندې د حکومت مرسته جاري ساتي چې کله هم ورته وویل شي.

پوځي مشر دغه خبرې په اېبټ اباد کې نوي تربیه شوو کېډټانو ته د وینا په وخت کړي او په نوي کېډېټانو یې غږ کړی خپل خلک د غدارۍ نه بچ کړئ او د داسې کولو تر ټولو ښه لار د ملک د پوځ د وخت ازمایلی شوي روایات او ضابطې دي.

جنرل باجوه دا خبرې پداسې حال کړي چې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د تېر زیارت په ورځ‌ د لندن نه د ویډیو د لارې په لاهور کې د خپلې پارټۍ پارلیماني غونډې ته د وینا په وخت یو ځل بیا په پوځ نیوکې کړي او ویلي چې د پاکستان پوځي اسټیبلشمنټ په مرسته د تحریک انصاف حکومت په کال ۲۰۱۸ کې د خلکو ووټ پټ کړی. نوموړي ویلي د هغه وخت پورې به په قلاره نه کیني ترڅو چې ورته ددې ځوابونه ورکړی شوي نه وي.

نواز شریف ویلي چې په انتخابي ټګو او غير آییني ګامونو کې ککړ پوځي افسران د درناوى وړ نه دي اودا چې د وزیراعظم عمران خان انتخاب کوونکي به د ملک د اوسني حالاتو ځواب ورکوي. نوموړي ویلي ‌د پاکستان د پارلېمان بغېر د ملک ریاستي‌ادارې خپلې ذمه وارۍ نشي پوره کولی.‌

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه او د بشري حقونو ډلې وايي‌ د ملک په سیاست کې د پوځي‌ او استخباراتي‌ ادارو کردار په ګوته کولو او ددې په مخالفت کوونکو باندې وخت په وخت د ملک سره د غدارۍ کولو تورونه لګول کیږي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف باندې څو ورځې وړاندې د غدارۍ مقدمې جوړولو وروستو د پاکستان مسلم لیګ نون او پيپلزپارټۍ مهمو مشرانو سخت رد عمل څرګند کړی وو او د اپوزیشن ګوندنو یو شمېر ویلي وو دوي‌ اوس په دې فخر محسوسوي چې د جمهوریت لپاره غږ پورته کولو په سر د اولس په منتخب نمایندګانو باندې د ملک سره د غدارۍ تورونه لګولی کیږي.

پاکستان کې حکومت سیاسي مخالف ګوندونه د ملک د تېرو عمومي انتخاباتو راهسې تورونه لګوي چې پوځي اسټېبلشمنټ ورسره په انتخاباتو کې په غټه کچه درغلي کړې او د ټګۍ د لارې یې د عمران خان تحریک انصاف په حکومت کې راوستی خو پوځ او تحریک انصاف دغه تورونه ردوي.

د نوازشریف د دغه وېنا وروستو د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي‌ پخوانی وزیراعظم نواز شریف د خپل کرپشن پټولو لپاره د هغه په حکومت او پوځ‌ باندې نیوکي کوي او یو ځل بیا یې ویلي چې د هغه حکومت او پوځ‌ د ملک نه کرپشن ختمولو لپاره یو صلاح دي.‌

د پاکستان تحریک انصاف حکومت خلاف د اپوزیشن پارټو جوړ شوي‌ اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ تېره هفته اعلان کړی وو چې دوي به د اکتوبر په شپاړسمه نېټه په رسمې توګه باندې د پنجاب ګوجرانواله ښار نه د تحریک انصاف حکومت خلاف خپل تحریک شروع کوي.