ځوانان وايي د کروناوایرس له امله یې روزګارونه خراب شوي

په پاکستان کی د وړاندی نه د اباد ﺉ ۲۴% برخه د بې روزګارۍ سره مخ ده او ګیلپ سروی اف پاکستان وايي دابه ۲۸% ته زیاته شي

د مردان وقاص علي اېم بي ای یا د کاروبار د انتظام اعلا تعلیم ترلاسه کړی دی.

په پاکستان کې د کرونا وایرس وبا د خورېدو له امله ۳۵ کلن وقاص علي د ښه معاش زورګار بېلو او په کمه تنخا په یو شخصي سکلول کې په نوکرۍ مجبور شو.

خو دا وخت چې کرونا وایرس یو وارې بیا په پاکستان کې په زیاتېدو دی او سکلونونه تړل شوي دي نو وقاص علي د سکول نوکري هم دلاسه وکړې او دا وخت په یوه شخصي کمپنۍ کۍ په ۱۵۰۰۰ روپۍ میاشت کار کوي. هغه وايي په دغه معاش بې د کور ضرورتونه نه پوره کېږي.

وقاص علي واي بهر ملکونو ته یې هم د تلو کوښښ وکړو خو د کرونا وایرس له امله واپس شو.

د پاکستان اسټیټيوټ فارډولپمنټ اکنامکس په خپل رپوړټ کی وايي دکرونا وبا او د وړاندې نه کمزوري اقتصاد په بیروزګارۍ کې اضافه کړې او په ملک کی ۱۸.۵ مېلینه خلق بیروزګاره شوي او زیاتره زراعت، کارخانې،اوټرانسپورټ کاروبارونه اغیزمن شوي دي

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د کرونا د دویمې څپې وروسته و ویلي چې د لاک ډاؤڼ پرځای کوولو څه اراده نه لري ځکه چې کاروبارونه ترې اغیزمن کیږي.

د کروناوبا د وړومبۍ څپې نه پس مرکزي حکومت د کارخانو او زراعت دپاره د مالیاتي پیکج اعلان کړی وو او بیا مرکزی بینک د ځوانانو دپاره د خپل روزګار سکیم هم راوړی و او د سود شرح یې ۷ % ته کمه کړه چې د کرونا له امله په اقتصاد اثرات کم کړی شي.

د خیبر پښتونخواه د محنت څانګې په صوبه کی د بیروزګارۍ په اړه څه نه دي ویلي.
په صوبه کی سوداګر وايي کرونا وبا روزګارونه اغیزمن کړي او په بې روزګار ۍ کې یې اضافه کړې دهږ

د مردان چېمبر اف کامرس او انډسټری مشر ظاهر شاه وا يي ۷۰% خلق مزدوري کوي او د لاک ډاؤن په وجه بې روزګاري زیاته شوي ځکه چې کارخانې بندې وې او څو میاشتې کاروبارونه ولاړ وو او که چېرې بیا لاک ډاؤن کیږی نو روزګار به نور هم اغیزمن شي.

په پاکستان کی د وړاندی نه د اباد ﺉ ۲۴% برخه د بې روزګارۍ سره مخ ده او ګیلپ سروی اف پاکستان وايي دابه ۲۸% ته زیاته شي.