پاکستان ناکامه شوی چې په خبریالانو حمله کوونکي سزا کړي، د صحافت د تحفظ اداره وايي

د پولیس په وینا د ٥٦ کلن عزیز مېمن مړی په نهر کې پروت و. د هغه کورنۍ وايي عزیز مېمن چا په بې دردۍ وژلی دی. عزیز مېمن د اتوار، یکشنبې، په ورځ کار ته روان و چې بې درکه شو

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ویلي پاکستان ناکامه شوی چې په خبریالانو په حملو کې ککړو خلکو ته سزاگانې ورکړي.

په نیویارک کې مېشته ادارې دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سند صوبه کې د هغه خبریال مړی وموندلو چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ کار ته د تگ په مهال بې درکه شوی و.

د پولیس په وینا د ٥٦ کلن عزیز مېمن مړی په نهر کې پروت و. د هغه کورنۍ وايي عزیز مېمن چا په بې دردۍ وژلی دی. عزیز مېمن د اتوار، یکشنبې، په ورځ کار ته روان و چې بې درکه شو. عزیز مېمن په سند صوبه کې د یو ټېلې وژن کېمره مېن او خبریال په توگه دنده ترسره کوله.

سي پي چی وویل پاکستان دې دا خبره یقیني کړي چې د عزیز مېمن په قتل کې ککړ کسان د سزا نه بچ پاتې نشي.

ادارې وویل پکار ده چې د عزیز مېمن د قتل په مقدمه کې زر تر زر انصاف وشي خو پاکستاني مامورین په خبریالانو د حملو په لړ کې د انصاف په یقیني کولو کې په وار وار ناکامه شوي دي.

په فرانس کې مېشته د خبریالانو ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز وايي عزیز مېمن لومړی خبریال دی چې سږ کال ووژل شو. د ادارې ترمخه، تېر کال څلور پاکستاني خبریالان د خپلې دندې په سر وژل شوي وو.

د ار اېس اېف د ایشیا څانگې مشر ډېنیئل باسټرډ د سند په وزیراعلا مراد علي شاه غږ وکړو چې د عزیزمېمن په قتل کې ککړ خلک انصاف ته راکښ کولو

دپاره دې د خپل وس ټول کښښونه وکړي.

سي پي جی وايي په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د وژل شویو خبریالانو د نه حل شويو کېسونو شمېره ١٦ ته رسېدلې ده او د ١٩٩٢ راهسې د ٣۴ خبریالانو په مقدمو کې یوازې د دریو صحافیانو په مقدمو کې جزوی انصاف شوی دی.

د عزیز مېمن د قتل په اړه په خپل رپورټ کې د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې وویل پاکستان د خبریالانو دپاره یو خطرناک ملک گڼل کېږي او په صحافیانو شویو حملو کې ککړکسان په عامه توگه د سزا سره نه مخامخ کېږی او په نژدې کلونو کې په پاکستان کې د انساني حقونو دپاره کارکوونکو، د مدني ټولنې فعالانو او خبریالانو خلاف گامونه شروع شوي دي.

ای پي وايی په پاکستان کې هغه خبریالان چې د پوځی امرانو خلاف یې د صحافت د ازادۍ خبره کوله او د دې په سر وهل شوي او زندانونو ته اچول شوي وايي امنیتي ادارې په مطبوعاتو کې د تنقیدي خبرونو مخه نیولو دپاره د مطبوعاتو په ضد گامونه اخلي چې د ویرې خبره ده.

د پاکستان حکومت په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغنونو خبره ردوي.

تېر کال د امریکې د سفر په مهال وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې په مطبوعاتو کې د بندېزونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل پاکستاني مطبوعات د ځینو مغربي مطبوعاتو نه هم زیاته ازادي لري.