د پاکستان کرکټ بورډ یا پي سي بي د بډو رشوتونو څانگې د کال ٢٠١٧ پاکستان سپر لیگ مقابلو کې د سپاټ فکسنگ یا د لوبې په سر پیسو اخستو مقدمه کې ککړ کېدو په تور د جمعې په ورځ د کرکټ پخواني لوبغاړي ناصر جمشېد باندې په لوبه کولو د ١٠و کالو بندېز لگولې.
کرکټ بورډ په خپله فیصله کې ویلي ناصر جمشېد به په کرکټ بورډ او د کرکټ انتظامیه کې ١٠ کاله وروستو هم کومه څوکۍ نه شي ترلاسه کولی.
د بډورشوتونو څانګې ویلي ناصر جمشېد د کرکټ میچ نتیجې بدلولو لپاره د جوار ګرو نه پېسې اخیستي دې. په ناصر جمشید باندې د لوبغاړو لمڅولو او د جوارگرو سره د اړیکو برابرولو تورونه هم ثابت شوي دي.
د ناصر جمشېد مېرمن ډاکټر سمارا افضل په ټویټر ټوله نیزه ویب پاڼه یو پېغام کې د کرکټ بورډ د دغه فېصلې غندنه کړې.
In regards to today’s judgement .. pic.twitter.com/7zFJRyS0Hl
— Dr Samara Afzal (@SamaraAfzal) August 17, 2018
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي ناصر جمشېد ته د سزا اورولو په اړه په ټوله نیزه میډیا هم غبرګون مخې ته راغلې چې پکې د کرکټ بورډ د فیصلې ستاینه شوې.
#Nasir Jamshed banned for ten years on corruption charges # Nasir Jamshed failed again, this time falling for 4 © AFPPakistan batsman Nasir Jamshed has been banned for ten years after an ... - https://t.co/HiXAHGCarY pic.twitter.com/fTruT4FL9U
— IndianPremierLeague (@CricketT20IPL) August 17, 2018
ناصر جمشېد د پاکستان کرکټ ډلې لخوا په ۴٨ یو ورځني لوبو او دوه ټېسټ لوبو کې برخه اخېستې ده.
د پاکستان قامي کرکټ لوبډلې دوه نورو لوبغاړو، شرجیل خان او خالد لطیف باندې هم د میچ نتیجو بدلولو لپاره پیسو اخستو په تور د ٥ کالو بندېز لگولې دې. ددې ترڅنګ د قامي کرکټ مهم لوبغاړي او باولر محمد عرفان باندې د ١٢ میاشتو او آل راونډر محمد نواز باندې د دوه مېاشتو بندېز لگول شوی دی.
دکال ۲۰۱۰م د ستمبر په مياشت کې د کرکټ نړیوالې شورا يا ايي سي سي د پلټنو یو ډلې په بډو رشوتونو کې ککړ دري پاکستاني کرکټ لوبغاړو ته سزاگانې اورولي وې چې تر مخه يې په سلمان بټ ۱۰ کاله، په محمد عامر۵ کاله او محمد اصف باندې ۷ کاله بندیز لگول شوی وو.
@MariamNaqsh Today the PSL #SpotFixingScandal has finally come to an end with the last offender sentenced. grow up and stop supporting corrupt peoples like #nasir jamshed
— Q@M@r (@qamariqbal154) August 17, 2018
ايي سي سي د پاکستان په سلمان بټ، محمد عامر او محمد آصف د کرکټ شورا د یو شمېر قانونو خلاف ورزو تورونه لگولي وو او دوي يې په عارضي توگه لوبې کولو نه درولي وو، او وروستو يې ورته د کلونو پورې د نړیوال او قامي کرکټ کې د برخه نه اخستو سزاګانې اورولې وې.
په دغه پاکستاني لوبغاړو باندې يو برطانوي ورځپاڼې نيوز اف دي ورلډ تور لگولى وو چې د پاکستاني لوبډلې تيزویشتونکي باؤلرانو محمد عامر او محمد اصف د جوارګرو نه پیسې اخستې وې او د لندن لارډز کرکټ میدان کې يې دبرطانيې کرکټ لوبډلې خلاف شوي څلورم کرکټ ټيسټ میچ کې په قصد دوه نو بالونه کړي وو.